م. م: د سوریې تر ۳ میلیون ډېر خلک کډوال شوي

سوري کډوال

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د سوریې کډوالو کوربه هېوادونه وايي، له سوریې تر درو میلیونو ډېر وګړي کډوال شوي.

ملګري ملتونه وايي، د سوریې له روان کړکېچه تر درو میلیونو ډېر وګړي بهر ته کډه شوي، چې په وینا یې ورځ تر بلې هلته وضعیت مخ پر ځوړ روان دی.

د دغه سازمان د کډوالو چارو نړیوالې ادارې ویلي "اوس سوریه په روانه پېړۍ کې تر ټولو له لوی ناورین سره مخامخ ده"، چې تر نیمايي ډېر کډوال په زور له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

زیاتره کډوال د سوریې ګاونډیو هېوادونو ته تللي، چې اوس ۱.۱۴ میلیون وګړي په لبنان کې د مېشتېدو هڅې کوي.

له تېرو درو کلونو راهیسې د سوریې په کورنۍ جګړه کې تر ۱۹۰۰۰۰ ډېر وګړي وژل شوي.

د سوري حکومت مخالفین د بشارالاسد له وفادارو ځواکونو سره جنګېږي.

په سوریه کې د وروستیو میاشتو په درشل کې وضعیت هغه مهال ډېر کړکېچن شو، چې په دې هېواد او عراق کې د اسلامي دولت (داعش) سخت دریځه ډله راپورته شوه، چې د عراق او سوریې ځینې مهمې سیمې یې نیولې دي.

'تېښته او وېره'

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویلي، په هرو اتو سوري وګړو کې یو یې له هېواده وتلی، خو د سوریې د ننه تر ۶.۵ میلیون ډېر وګړي بې ځایه شوي، چې نیمايي پکې ماشومان دي.

د ګاونډیو هېوادونو په پنډغالو کې کورنۍ لاهم ځای پرځای کېږي، خو دغه کورنۍ هم وېره لري او هم د تېښتې ځای نه لري، او په کور د ننه ځینې کورنۍ له یوه کال راهیسې له یوه کلي بل ته د سرپناه په لټه کې دي.

ملګري ملتونه وايي، د سوریې بهر ددغه هېواد د وګړو وضعیت هم اندېښمنوونکی دی؛ ځکه چې زیاتره خلک وسله والو جنایتکارانو ته اړ شوي، چې بډې ورکړي.

سوري کډوال چېرې دي

د سوریې یوه کډواله نجلۍ

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ۵ کلنه عایشه، د ترکیې استانبول کې له هغې ودانۍ بهر ولاړه ده، چې له یوه نیما کال راهیسې پکې اوسېږي

۱۱۷۵۵۰۴ لبنان کې

۸۳۲۵۰۸ ترکیه کې

۶۱۳۲۵۲ اردن کې

۲۱۵۳۶۹ عراق کې

۱۳۹۰۹۰ مصر کې

۲۳۳۶۷ شمالي افریقا کې

۶.۵ میلیون نور په کور د ننه بې ځایه شوي

سرچینه: د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره

د ثبت شویو کډوالو سربېره، د سوریې ګاونډیان اټکل کوي، چې په ځینو حالاتو کې د سوري کډوالو د ساتنې تر عهدې نه شي وتلی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادراې مشر انتونیو کوتیریس ویلي "زموږ په روانه پېړۍ کې اوس د سوریې بشري وضعیت تر ټولو ډېر ناوړه دی، نړۍ او هېوادونو د سوري کډوالو د اړتیاوو په پوره کولو او کوربه توب کې پاتې راغلي دي".

'په نوې کچه تاوتریخوالی'

د تېرې پنجشنبې په ورځ د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل، لوېدیځ ''په سوریه کې د روان کړکېچ د حل موندلو کې پاتې راغلی'، چې په وینا یې دا وضعیت ټولو ته د لمر په څېر روښانه دی:

''د بشار الاسد رژیم له ځپلو پرته بله تګلاره نه لري. هره ورځ وګړي کډه کېږي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې یې هره ورځ شمېر په ډېرېدا دی. ترهګرې ډلې ورځ تر بلې مخته ځي- دا یې پایله شوه''.

سوري کډوال

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، زرګونه سوري کډوال د اردن زعاتري کمپ کې د جګړې له پیل راهیسې مېشت شوي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال کیونګ وا کنګ ویلي، په سوریه کې د ننه د اسلامي دولت جنګیالي هم تاوتریخوالی کوي، چې اوس یې ''نوې بڼه'' غوره کړې ده، هغه دا چې په هېواد کې د مرستو عملیاتو ګواښي.

خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې پنجشنبې په ورځ ټینګار درلود، چې لوېدیځ به په بشپړه توګه له ولسمشر بشار الاسد سره د سخت دریځو ډلو پرضد اوږه په اوږه کار ونه کړي.

اوباما په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:

''فکر نه کوم هلته دې وضعیت داسې وي چې موږ دې له اسد یا هغو کسانو سره وګورو، چې د ده پر ضد جنګېږي''.