د سوریې پنځه میلیون ماشومان عاجلې مرستې غواړي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف وايي د سوریې د کړکېچ په دریم کال د جګړې له امله د اغیزمنو شویو ماشومانو شمېر له دوو برابرو ډېر شوی دی.
یونیسف په خپل وروستي رپوټ کې وايي چې تېرکال د مارچ میاشتې راهیسې له جګړې د اغیزمنو شویو ماشومانو شمېر له دوو څخه پنځه نیم میلیون ته لوړ شوی دی.
ملګري ملتونه وايي په دې کې یو میلیون هغه ماشومان دي چې په محاصره شویو سیمو کې له خوړو، روغتیايي او بشري مرستو پرته ایسار پاتي دي.
ویل شوي چې د دریو میلیونو ماشومانو زده کړې په بشپړه توګه د جګړو له امله اغیزمنې شوې دي.
دغه راز څه باندې درې میلیونه ماشومان په سوریه کې دننه بې ځایه شوي او نور هېوادونو ته د کډه شویو دوو میلیونو او ۶۰ زرو کسانو له ډلې له نیمايي ډېر یې ماشومان دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق په رپوټ کې ویل شوي چې ماشومان درانه کارونو ته اړ شوي او تنکۍ نجونې د اقتصادي ستونزو له امله په زوره واده کړای شوي دي.
یونیسف وايي شاخوا دوه میلیونه ماشومان په رواني ناروغیو اخته دي او خبرداری یې ورکړی چې کېدای شي د دې ماشومانو شمېر نور هم ډېر شي.
یونیسف د تاوتریخوالي د سمدستې پائ ته رسولو او محاصره شویو سیمو کې ایسارو ماشومانو ته د لاس رسي غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې څه باندې ۱۰ زره ماشومان د سوریې کړکېچ له پېل راهیسې وژل شوي دي.
خو د یونیسف په نوي رپوټ کې ویل شوي چې دا شمېر هم ښايي له دې نه لوړ وي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه،








