محکمې د کالې کمپ د يوې برخې تړلو پرېکړه تصويب کړې

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسې حکومت هغه پلان چې له مخې به يې د کالې ځنګل نومي د کډوالو کمپ يوه برخه تړي د محکمې له خوا تصويب شوی دی.
چارواکي وايي شاوخوا ۱۰۰۰ کډوال به د دغه کمپ د جنوبې برخې د منځه وړلو او تړلو له امله اغېزمن شي.
مرستندويه ډلې وايي دا "يوه ډېره لويه شمېره ده".
د ځايي چارواکو په وينا عامه ځايونه لکه د عبادت او ښوونځي به له منځه نه وړي او وايي دا به يو "بشري عمليات وي".
د کډوالو د دغه کمپ جنوبي برخه بايد د سې شنبې په ورځ له تړل شوې وای خو فعالانو له محکمې د دغې کار د درولو غوښتنه کړې وه.
يوې قاضۍ د کمپ سيمې ته تلې او دغه پرېکړه يې کړې ده.
د دغه کمپ ډېری اوسېدونکي د منځني ختيځ، افغانستان او افريقا دي چې بريتانيا ته د تلو په هيله دلته اوسېږي.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير برنارډ ټينګار کړی چې دا به "بشري عمليات وي. سيمې ته د بلډوزرو د لېږولو هېڅ سوال نه پیداکېږي".
بل خوا د يونان لومړي وزير الېکسز سېپراس، تريش او بالکان هېوادونو ته خبرداری ورکړی و، چې له يونانه د ورتلونکو کډوالو مخه دې نه نيسي ځکه دوی د نورو کډوالو د ځايولو توان نه لري.
نوموړي ويلي وو که د اروپايي ټولنې ټول هېوادونه د کډوالو بار ته په برابر ډول اوږه ور نه کړي نو يونان به د دې ټولنې په راتلونکې ناسته کې له هر ډول پرېکړې سره مخالفت وکړي.








