د کډوالو کړکېچ: یونان کې د پناه غوښتونکو پر پنډغالي برید شوی

د عکس سرچینه، unhcr
ناپېژانده بریدګرو د یونان په کیوش ټاپو کې د کډوالو پر خیمو باندې پترولي بمونه او تېږي غورځولي چې له امله یې یو شمېر خیمې ړنګې شوي او نژدې ۱۵۰ کسان له سیمې تښتېدلي دي.
دا تاوتریخوالی په کیوش کې په سودا پنډغالي کې جې نژدې ۴۰۰۰ پناه غوښتونکي پکې پراته دي په پرلپسې ډول په دویمه شپه رامنځته شوی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (یو ان اچ سي آر) وایي؛ په دغو تاوتریخوالو کې د یوې خیمې په ګډون چې ۵۰ کسان پکې اوسېدل یو شمېر خیمې ړنګې شوې دي.
د چهارشنبې په ورځ تر تاوتریخوالو او تېږو ورولو وروسته د یونان پولیسو څلور کډوال نیولي چې درې الجیریایي او یو ایرانی دی. په سودا پنډغالي کې نژدې ۶۰ سلنه سوري، ۲۰ سلنه عراق، ۱۰ سلنه د شمالي افریقا او پاتې د نورو هېوادونو اوسېدونکي دي.
لا هم د یونان د ټاپوګانو په پنډغالو کې تر ۱۶ زرو ډېر پناه غوښتونکي اوسېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
یونان کې د یو ان اچ سي آر یوه ویاند رونالډ شوینباور وویل؛ د جمعې په ورځ د سودا پنډغالي له دیوال نه یوه چا د کډوالو پر خیمو تېږه غورځولې، یو سوري کډوال یې په سر وهلی او سخت یې ټپي کړی دی چې اوسمهال په روغتون کې دی.
ښاغلي شوینباور بي بي سي ته وویل؛ د پنجشنبې په شپه ناپېژاندو کسانو پر خیمو پترولي بمونه غورځولي چې ورسره کډوال وېرېدلي او "ګرانه ده چې قناعت ورکړل شي بېرته خپل پنډغالي ته ستانه شي". په دغه دولتي پنډغالي کې د خلکو شمېر تر حده ډېر دی.
په سودا پنډغالي کې وضعیت کړکېچن دی او یو ان اچ سي آر هم تراوسه په پام کې نه لري چې د ړنګو شویو خیمو پرځای نورې ولګوي.
شوینباور وویل؛ ځینو کسانو په داوطلب ډول وړې خیمې ورکړې دي، خو هغه د یونان له پولیسو وغوښتل چې په سیمه کې ګزمه ډېره کړي.








