د کډوالو شړلو لړۍ "نژدې ۱۰ زره افغانان د مرګ او شکنجې خطر ته ورستنوي"

د غږ تشریح، امنستي انټرنیشنل ویلي، اروپایي هیوادونو، د افغانستان امنیتي وضعیت ته له پام پرته، زرګونه پناه غوښتونکي په زوره خپل هیواد ته ستانه کړي دي.

امنستي انټرنیشنل یا د بښنې نړیوال سازمان د اروپایي هېوادونو هغه ادعا ناسمه بولي چې ګواکې د افغانستان یوشمیر سیمې خوندي دي او پنا غوښتونکي باید بېرته ورستانه شي.

دغه سازمان نن له اروپا نه افغانستان ته د شړل شویو زرګونه پنا غوښتونکو پر ستونزو یو دوه څلویښت مخیز راپور خپور کړ.

د راپور سرلیک دی،" اروپایي حکومتونو نژدې لس زره افغان پناغوښتونکې د مرګ او شکنجې له خطر سره مخامخ کړي دي".

په راپور کې راغلي چې له اروپایي هیوادونو ایستل شوي پنا غوښتونکي افغانستان کې د مرګ، شکنجې، تښتونې او نورو بشري سرغړونو له ګواښ سره مخ دي.

د دغه سازمان د افغانستان د برخې مسؤولې حوریې مصدق وویل:

"له بده مرغه ډېر شمېر یې په اجباري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي. زموږ اندېښنه دا ده له بده مرغه د افغانستان حالات دومره خراب شوي چې هر افغان او له دې هېواده وتونکی کډوال له دا ډول ستونزو سره مخامخ کېدای شي."

د بښنې نړیوال سازمان وایي افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه تر ټولو لوړ حد ته رسیدلې، ځکه دغه هېواد ته د کډوالو په زور استول پر نړیوالو قوانینو ملنډې بولي.

په راپور کې د بیلګې په توګه د یوشمېر شړل شویو کډوالو بېلګې وړاندې شوي چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

یوې مېرمن چې په راپور کې ورته مستعار نوم صدیقه کارول شوې، ویلي ناورې نه له شړل کېدو څه موده وروسته یې مېړه وتښتول او بیا ووژل شو.

صدیقې امنسټي انټرنیشنل ته ویلي، اوس د خاوند قبر ته تګ هم ورته ګران دی. د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې د یوې بلې کورنۍ یادونه شوې چې له ناروې په زوره راشړل شوې، خو یو غړی یې کابل کې پر باقرالعلوم جومات برید کې مرګونی ټپي شو.

بي بي سي هم افغانستان ته له را شړل شویو دو پنا غوښتونکو سره خبرې وکړې.

جمشید شاداب وایي، ۷ کاله یې له امریکایي ځواکونو سره په بیلابیلو ولایتونو کې د ژباړن دنده مخ ته وړې.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغان حکومت د اروپا د ډیرو مرستو راجلبولو لپاره له دغو هېوادونو سره منلې چې افغان پنا غوښتونکي بیرته هېواد ته ستانه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغان حکومت د اروپا د ډیرو مرستو راجلبولو لپاره له دغو هېوادونو سره منلې چې افغان پنا غوښتونکي بیرته هېواد ته ستانه کړي.

نوموړی وایي، کله یې چې امریکا د پناه غوښتنه رد کړه نو د اروپا په تکل ووته، خو له اته ویشت ورځني مزله وروسته بلغاریا ته ورسید، خو بېرته په زوره افغانستان ته راستون کړل شو. اوس وايي چې په کابل کې یې ژوند ډیر سخت دی:

"چې بېرته راغلی یم، له کور سره څنګ ته مو بازار دی هلته هم نه ځم، مخکې به مې ځان ډېر پټ ساته چې زه له دوی سره کار نه کوم او اوس ټولو ولیدم زما عکسونه خپاره شول، نظامي عکسونه مې نشر شول، له نظامي سلاکارانو سره مې عکسونه خپاره شول. اوس زه خپلوانو ته نه دروغ ویلی شم او نه هم کومه پلمه ورته کولای شم".

اتلس میاشتې لکه اتلس کاله

محسن یاد بل ځوان دی چې په خپله خوښه له جرمني افغانستان ته راستون شوی، نوموړی چې اوس کابل کې اوسي، د ځان پر وړاندې کوم ځانګړی ګواښ نه ویني:

"ما خپله جرمني کې اتلس - نولس میاشتې ټېرې کړې، د پناه اخیستو قضیې پایله مثبته نه وه او اتلس میاشتې راباندې د اتلسو کلونو په څېر تېرې شوې. په ټول افغانستان کې امنیتي ستونزې شته، هېڅوک هم د امن احساس نه کوي، خو هومره هم نه ده چې وايي په هره نقطه کې زه له خطر سره مخامخ یم."

یو شمېر بهرنیان هم په اروپا کې د افغانانو د استولو پر خلاف کمپاین کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو شمېر بهرنیان هم په اروپا کې د افغانانو د استولو پر خلاف کمپاین کوي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د هیواد پنځه اتیا سلنه وګړي په لویو ښارونو کې په یوه نسبتاً خوندي فضا کې ژوند کوي.

د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، راستانه کړای شویو پنا غوښتونکو ته ګواښ تر ډیرې کچې د اندیښنې وړ نه دی:

"موږ هڅه کوو چې فضا لا هم ښه شي او امنیتي ګواښونه له منځه ولاړ شي، خو ناامني هومره نه ده لکه ځینې یې چې په اړه وايي، بلکې ښارونو او مرکز کې امنیت نسبتاً ښه دی."

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغان حکومت د اروپا د ډیرو مرستو راجلبولو لپاره له دغو هېوادونو سره منلې چې افغان پنا غوښتونکي بیرته هېواد ته ستانه کړي.

د دغې ټولنې په رپوټ کې د افغاستان د حکومت د یوه چارواکي په حواله ویل شوي چې له اروپا سره د کډوالو راستنول ورته د زهرو پیالې په شان وو، خو مجبور وو چې د مرستو د ترلاسه کولو په بدل کې دا پیاله پر سر واړوي.

خو افغان ولسمشر او د کډوالو وزیر له دې وړاندې ویلي، له هېڅ هېواد سره یې په زوره د افغان پنا غوښتونکو د راستولو موضوع نه ده منلې. د سازمان په راپور کې راغلي، ټاکل شوې اروپا اتیا زره افغان کډوال هېواد ته ستانه کړي.