جرمني د افغان کډوالو بېرته ستنولو لړۍ بيا پيل کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني کورنيو چارو وزارت وايي اته افغان کډوال يې بېرته افغانستان ته ستانه کړي. پلازمېنه کابل کې د مې پر ٣١ نېټې له شوي ټانکر بمب بريد وروسته دا د افغان کډوالو لومړنۍ جوپه ده چې له جرمني افغانستان ته استول شوې.
رويټرز خبري آژانس د جرمني د کورنيو چارو وزير "توماس ديميزير" په وينا ليکلي دغه اته سره افغانانو جرمي دوسيې درلودلې او د پناه غوښتنې قضيې يې هم رد شوې وې.
را رسېدلي رپوټونه وايي د جرمني څو ايالاتونو افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو بېرته ستنولو لپاره چمتووالى نيولى. جرمن چارواکو ويلي دا د بېرته ستنولو هماغه پخوانى لړۍ ده چې په کابل کې د بريد او د جرمن سفارت ودانۍ ته د زيان اوښتو له امله ځنډول شوې وه.
جرمني له تېر ډسمبر راهيسې د افغان کډوالو بېرته ستنولو چاره پيل کړې او وايي يوازې هغه افغانان به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شي چې جرمونو کې ښکېل وي او يا د پناه غوښتنې قضيې يې له ټولو قضايي پړاوونو تېرېدو وروسته رد شي.
جرمني تېر کال د ۸۰ زره کسانو د پناه غوښتنه رد کړه او هغوی یې بېرته خپلو هېوادونو ته واستول او د جرمني چارواکو ویلي چې دا شمېره به په ۲۰۱۷ کال کې تر دې هم لوړه وي. د راپورونو له مخې په پام کې ده چې شاوخوا ۱۱۹۰۰ کډوال بېرته افغانستان ته واستوي.
داسې انګېرل کېږي چې د جرمني لومړۍ وزیره انګلا میرکل غواړي په دې توګه د هغو محافظه کارو رایه ورکوونکي ملاتړ خپل کړي چې د کډوالو پروړاندې د هغې د پرانيستو دروازو له سیاست نه خوښ نه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو نژدې دوې اونۍ وړاندې په خپل راپور کې وویل چې په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې او ۱۱۵۰۰ کسانو ته رسېدلې چې یو پر درېیمه برخه یې ماشومان دي.
د بخښنې نړیوال سازمان هم پر دې پرېکړې اعتراض کړی او هغه "بشري حقونو ته د درناوي" خلاف بللی او ویلي یې دي "افغانستان کې په بېلابېلو وختونو کې په مختلفو ځایونو کې په مختلفونو درجو وضعیت خرابېږي"
خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي د افغانستان شمال او کابل دومره امن دي چې د کډوالو بېرته ستنول به "د منلو وړ" کار وبلل شي.
د جرمني حکومت د نورو کډوالو پرتله د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې له ډېرو نیوکو سره مخ شوی، په ځانګړې توګه چې په تېر اکتوبر کې د افغانستان او اروپا ترمنځ د کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو
تېر م کال ٣٣٠٠ افغان کډوال په خپله خوښه له جرمني بېرته افغانستان ته ستانه شول او ٦٧ نور په زوره شړل شوي.
خو سږکال بيا افغانستان ته د ستانه کړل شويو کډوالو شمېر وار له مخه له١٠٠ تنو اوښتى.









