"جرمني ته ورتلونکي کډوال بايد جرمني ژبه زده کړي"

د عکس سرچینه، Getty
د جرمني چانسلرې ويلي دي " هغه کډوال چې غواړي په جرمني کې پاتې شي بايد په ټولنې کې ورگډ شي".
اغلې انگيلا مرکيل داخبره له هغې وروسته وکړه چې د جرمني حاکم ایتلاف په دې موافقه وکړه چې داسې يو قانون به رامنځ ته کوي چې ترمخه به يې کډوال اړ وي جرمني ژبه زده کړي او ان کېدى شي د اوسېدو سيمې هم ورته انتخاب شي.
د انگلا مرکيل په مشرۍ ايتلافي حکو مت د څو مياشتو له ژورو اختلافونو وروسته دې هوکړې ته رسېدلى دى.
په دې وړانديز موافقه د جر مني په تاريخ کې د کډوالو په تړاو يو نوى بدلون دى. د دغه نوى قانون ترمخه به له کډوالوغوښتل کېږي چې د جر مني ژبې کورسونو ته ورشي او هم به ورته ويل کيږي چي د جر منې په کومه برخه کې ژوند وکړي.
همدا راز د جر مني حکو مت غواړي ددغه نوي قانون په رڼا کې د کار گرو له مارکيټ نه ځيني بنديزونه لري کړي او کډوالو لپاره په ټيټ معاش لږ تر لږه ١٠٠ زره دندې رامنځ ته کړي.

د عکس سرچینه، EPA
دې گامونو سره سره دا پوښتنه کېږي چې دغه بدلونونه يا د کډوالو لپاره دغه نوى تجويز شوى قانون به د جر مني ولس قانع کړى شي؟
تېر کال جرمني ته له يو ميلون نه زيات کډوال ورغلي چې له امله يو لوى شمېر جرمنيانو سره دروزگار په گډون بېلابېلو برخو په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.




