سږ کال له جرمني ۵۵ زره کډوال پخپله خوښه وتلي

ج

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، جرمني له هغو کډوالو سره نغدي مرسته کوي چې پخپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

په روان کال کې ۵۵ زره کډوال پخپله خوښه له جرمني وتلي. دا له دغه هېواد په زور د شړل شویو کډوالو دوه چنده شمېر دی.

د جرمني زوددویچه تسایتونګ ورځپاڼې دا معلومات له کډوالۍ او پنا غوښتنې ادارې تر لاسه کړي چې له جنورۍ تر نومبر پورې وتونکي کډوال پکې راځي.

۱۵ زره البانیان د هغو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده چې پخپله خوښه له جرمني ستانه شوي دي.

ورپسې صربیان، عراقیان او کوسویان هم پنځه پنځه زره پورې له دغه هېواد وتلي دي.

تېر کال اته لکه نوي زره کډوال جرمني ته لاړل، چې دا دغه هېواد ته د ډېرو کډوالو بې مخینې تګ و.

جرمني پر ۲۰۱۶ کال ۲۵ زره کډوال وباسل او دا هغه کسان و چې له لوېدیز بالکان دغه هېواد ته ننوتل، خو په جرمني کې تر ډېره د کډوالۍ حق نه ور کول کېږي.

د جرمني د کډوالۍ اداره وايي، ورځ په ورځ د هغو کډوالو شمېر زیاتېږي چې له دغه هېواد افغانستان، عراق او اېران ته پخپله خوښه ستنېدل غواړي.

په روان کال کې ۳۲۰۰ افغانان پخپله خوښه له جرمني خپل هېواد ته ستانه شوي او دا د ۲۰۱۵ کال په پرتله لس برابر ډېر دي.

په روانه میاشت کې هغه ۳۴ افغان کډوال هم له جرمني وېستل شوي، چې د کډوالۍ غوښتنه یې رد شوې وه.

جرمن حکومت وايي، ډېر شمېر کډوال به خپلو هېوادونو ته ستانه کړي، دا پرېکړه یې له هغه وروسته وه چې د جرمني د لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د کډوالۍ پر سیاست نیوکې ډېرې شوې.

خو نړیوال قوانین هغو هېوادونو ته د کډوالو ستنولو مخالفت کوي چې دوی پکې د جګړې یا ځپلو له خطر سره مخ وي.

پر دې سربېره د کډوالۍ غوښتنلیکونه باید په انفرادي ډول وارزول شي، ځکه د ځانګړو ډلو په ضد د توپیري چلند امکان نشته.

نغده مرسته

ک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر ۲۰۱۵ کال جرمني ته د ډېرو کډوالو په رسېدلو سره په برلېن کې بېړنۍ خونې جوړې شوې.

له جرمني تر وتلو وروسته دغه کسان بیا څو کاله دغه هېواد ته له تللو منع کېږي، خو کوم کسان چې پخپله خوښه دغه هېواد پرېږدي مالي مرسته ور سره کېږي او که هر څومره ژر پرېکړه کوي لا ډېره نغده مرسته ور سره کېږي.

زوددویچه تسیایتونګ ورځپاڼه رپوټ ور کوي چې دا نغدې پیسې د یوې پنځه کسیزې کورنۍ لپاره ۴۲۰۰ یورو کېدلی شي، خو په دې شرط چې که د پنا لیک له ردېدلو مخکې د وتلو پرېکړه وکړي

پر دې سربېره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداری یا ای او اېم هم له دې کسانو سره مالي مرسته کوي.

سږ کال جرمن ځواکونو د جرمني په پولو کې د هغو ۲۰ زرو کسانو مخه ونیوله چې دغه هېواد ته د تللو هڅه یې کوله.

جرمني پلان لري چې د ۲۰۱۷ کال تر لومړیو پورې د هغو کډوالو لپاره پراختیايي پروګرام پیل کړي، چې خپلو هېوادونو ته یې ستنوي.

دغه ورځپاڼه وايي، جرمني د پروګرام په لومړیو کې د مراکش، تونس، نیجیریا، کسوو، صربستان او البانیا کډوالو لپاره پیلوي.

جرمني په خپلو هېوادونو کې د دغو کډوالو د بیا جذبولو په موخه د دریو کلونو لپاره ۱۵۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.

د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ تر اکتوبر پورې په جرمني کې د کډوالو تر ټولو لویو ډلو کې سوریایان ۳۸ سلنه، افغانان ۱۸ سلنه او عراقیان ۱۳،۵ سلنه دي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په جرمني کې د افغانانو په ګډون د نورو هېوادونو پنا غوښتونکي هم له دغه هېواد په زور د اېستلو مخالفت کې مظاهرې کوي.