د برلین برید؛ د جرمني پولیس ۲۴ کلن شکمن تونسی لټوي

جرمني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برید وروسته جرمني کې امنیتي چمتووالی لا ډېر شوی.

رپوټونه وايي د جرمني پولیس د تونیس هېواد وګړي پسې ګرځي چې ویل کېږي ښايي د دوشنبې پر ورځ برلین کې د لارۍ په مټ د برید تر شایې لاس وي.

دغه برید کې چې د کرېسمیس پر یوه مارکیټ وشو ۱۲ کسان ووژل شول او نژدې ۵۰ کسان ټپیان شول.

د ویډیو تشریح، د برلين له بريد وروسته

د شکمن تونسي کس د لنډمهالې استوګنې سند د لارۍ د څوکۍ لاندې موندل شوی چې انیس نومېږي او ۲۴ کلن دی.

برلین برید

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، له لارۍ نه د تونسي اوسېدونکي د موقت اوسېدو اسناد موندل شوي

د راپورونو له مخې د شمالي راین وېستفالیا ایالت کې چې دغه سند هم اړه پورې لري، د پولیسو عملیات پیل شوي.

څېړونکي وايي شکمن کس ښايي د لارۍ له چلوونکي سره د شخړې پر مهال ژوبل شوی وي.

برلین

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یو بل شکمن کس پرون وروسته له څېړنو خوشې شو.

اسلامي دولت نومي ډلې ادعا کړې د دوی یوه وسله وال دغه برید ترسره کړی دی.

تر دې وړاندې جرمني کې څارنوالانو ویلي و، هغه یوازینی کس چې د برلین یوه مارکیټ کې د لارۍ برید شکونه پرې کېدل خوشی شوی دی.