اسلامي دولت نومي ډلې ویلي، د برلین بازار کې برید دوی کړی

د عکس سرچینه، AFP
اسلامي دولت نومي ډلې ویلي د دوی یوه وسله وال د جرمني برلین ښار کې پر یوه کرېسمیس مارکیټ هغه لارۍ برید کړی، چې ۱۲ کسان په کې ووژل شول.
د بریدګر د پېژندګلوۍ په اړه او د اسلامي دولت نومي ډلې د ادعا کره والي په اړه دم ګړۍ معلومات نه شته.
چارواکي وايي، ښايي بریدکونکی یا بریدکونکي لا هم په تېښته وي.
اسلامي دولت نومي ډلې د خپل خبري اژانس له لارې ویلي، چې د دوی یوه ' سرتېري ' د اتحادي هېوادونو اوسېدونکو په نښه کولو لړۍ کې دغه برید کړی دی.
د جرمني کورنیو چارو وزیر توماس دي میزیري د اسلامي دولت نومي ډلې د دغې ادعا په اړه له احتیاطه ډک غبرګون ښوولی او وايي له بېلو پلوونو څېړنې روانې دي.
جرمني کې څارنوالانو له دې مخکې ویلي و، هغه یوازینی کس چې د برلن یوه مارکیټ کې د لارۍ برید شکونه پرې کېدل خوشی شوی دی.
دوی وايي د یاد سړي خلاف د قضیې پر مخ بېولو لپاره کافي ثبوتونه نه لري، چې رسنیو کې یوازي د نوید ( ب ) په نوم یاد شوی، چې وايي پاکستانی دی.
دغه سړي له دې مخکې په یاد برید کې ښکېلتیا رد کړې وه. مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو، چې له برید وروسته نوموړی له یوه پارک نه نیول شوی و، چې د تېښتې په حال کې و.
د برایتسشاید پلتز نومي مارکیټ برید کې ۱۲ کسان وژل شوي وو او ۴۹ نور ټپیان شوي وو.
د جرمني پولیسو ویلي، د دوشنبې په شپه برلین ښار کې د کریسمېس پر یوه بازار د لارۍ په مټ برید غالباً "ترهګریز" عمل دی.
پر میرکل نیوکه
د جرمني کډوالۍ ضد ګوند "د جرمني لپاره الټرنټېو" سیاستوالو پر صدر اعظمې انګیلا میرکل نیوکه کړې چې ګني د برید په مخنیوي کې پاتې راغلې او له هغې یې غوښتي چې کله به ددغو پېښو په اړه ټینګ ځواب ووايي.
دغو سیاستوالو د تېرې شپې برید د اغلې میرکل د کډوالۍ له پرانیستي سیاست سره وتاړه چې په وینا یې په تېر یوه کال کې د جرمني خاورې ته د یوه میلیون پناه غوښتونکو کډوالو د ننوتلو لامل وګرځېد.
د جرمني د لومړۍ وزيرې انګیلا مېرکل ویاند سټېفن سيبرټ ويلي، "موږ د دغې پېښې له امله خواشيني يوو او هیله من يوو چې ټپيان به د اړتيا وړ مرستې ترلاسه کړي".

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
له پېښې وروسته پوليسو سيمه کلابنده کړې او له خلکو يې غوښتي چې د پېښې له ځايه ووځي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، Reuters
يوه عيني شاهد بي بي سي ته ويلي، "يو لارۍ موټر د شاوخوا ۶۰ کيلو متره پر ساعت چټکوالي د بازار پر لور روان و او داسې نه معلومېده چې غوښتل يې سرعت کم کړي"
پوليس وايي دا يو ''قصدي بريد" و خو تراوسه کوم کس يا ډلې د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د عکس سرچینه، Reuters










