د عکسونو البوم: جرمني د هتلر ځمکلاندې پټنځي بله نمونه جوړوي

جرمني د نازیانو د مشر اډولف هتلر تر ځمکې لاندې ټینګ ځای په څېر د یوې بلې نمونې جوړولو هوډ کړی. هتلر هلته د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو ورځو کې پټ و. دا نوی ځای پلازمېنه برلین کې جوړېږي.

برلین کې له هوايي بریدونو د خوندیتوب ځای

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، هتلر د دویمې نړیوالې جګړې وروستیو ورځو کې تر ځمکې لاندې دغه ټینګ ځای کې اوسېده، اوس برلین کې ددغه ځای یوه بله نمونه جوړېږي.
د هتلر پټنځي کې د هغه دفتر

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، تر ځمکې لاندې پټ ځای کې د هتلر دفتر او د اوسېدو ځای، د هتلر اصلي پټنځي ته ورته خونه او هماغه شان شیان پکې اېښودل شوي
د هتلر دفتر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کله چې برلین کې جګړه ونښته، هلتر له نژدې کسانو سره تر ځمکې لاندې ځای ته ولاړ، چې ایوا براون هم ورسره وه او بیا وروسته یې واده ورسره وکړ. په انځور کې د هتلر خاص دفتر ښکاري
هتلر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اټکل دی چې له پټنځي له راوتلو وروسته د نازیانو د مشر هتلر دا وروستی انځور وي. ویل کېږي هتلر د ۱۹۴۵ کال د اپریل پر ۳۰مه، خپل ځان په ډزو وواژه
د هتلر پټنځي د ننه

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په انځور کې د پټنځي د ننه نقشه ښکاري، چې ۳۰ خونې پکې وې. دا ځای د یوه بڼ په ښکته برخه کې جوړ شوی و
د هتلر د پټنځي د انځورونو نندارتون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د هغو انځورونو نندارتون، چې په ۱۹۴۵ کال د هتلر تر ځمکې لاندې پټنځی ښيي، په ځینو انځورونو کې شوروي پوځيان ښکاري چې تر نیول کېدو وروسته د پټنځي د ننه یادګاري انځورونه اخلي. هغه وخت برلین د سرو لښکرو لاس ته لوېدلی و.
پټنځي کې یو امریکایی پوځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو امریکایی پوځي د پټنځي د ننه وروسته تر هغه چې په ۱۹۴۵ کال هتلر ځان وواژه، ددغه ځای ځینې برخې وسوځېدې.
شوروي پوځيان او د هتلر قبر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شوروي پوځيانو ځینې انځورونه اخیستي چې وايي له کشفېدو وروسته دا د هتلر موقت قبر دی. انځور د جګړې په لړ کې د برلین د ویجاړیو ښکارندوی دی.
د هتلر د پټنځي ځینې پاتې شوې برخې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جرمني په ختیځ کې کمونیستي چارواکو د هتلر د ټینګ پټنځي د ویجاړولو هوډ وکړ او له ځینو ساده نښو پرته ددغه ځای د دقیقې پتې او نېټې په اړه نور هېڅ پاتې نه شول.