تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د برلین برید؛ د جرمني پولیس ۲۴ کلن شکمن تونسی لټوي
رپوټونه وايي د جرمني پولیس د تونیس هېواد وګړي پسې ګرځي چې ویل کېږي ښايي د دوشنبې پر ورځ برلین کې د لارۍ په مټ د برید تر شایې لاس وي.
دغه برید کې چې د کرېسمیس پر یوه مارکیټ وشو ۱۲ کسان ووژل شول او نژدې ۵۰ کسان ټپیان شول.
د شکمن تونسي کس د لنډمهالې استوګنې سند د لارۍ د څوکۍ لاندې موندل شوی چې انیس نومېږي او ۲۴ کلن دی.
د راپورونو له مخې د شمالي راین وېستفالیا ایالت کې چې دغه سند هم اړه پورې لري، د پولیسو عملیات پیل شوي.
څېړونکي وايي شکمن کس ښايي د لارۍ له چلوونکي سره د شخړې پر مهال ژوبل شوی وي.
اسلامي دولت نومي ډلې ادعا کړې د دوی یوه وسله وال دغه برید ترسره کړی دی.
تر دې وړاندې جرمني کې څارنوالانو ویلي و، هغه یوازینی کس چې د برلین یوه مارکیټ کې د لارۍ برید شکونه پرې کېدل خوشی شوی دی.