د پناه غوښتونکو تر توقیف ځای لاندې 'د تېښتې' ۲۰ متره اوږد تونل موندل شوی

اسټرالیا

د عکس سرچینه، Refugee Action Coalition

د عکس تشریح، فعالان وايي، تونل د توقیف ځای بهرني دېوال ته نژدې رسېدلی و

د اسټرالیا چارواکي وايي، د دې هېواد یوه توقیف ځای کې ۲۰ متره تر ځمکه لاندې داسې یو تونل موندل شوی چې باور کېږي د تېښتې لپاره کېندل شوی.

دغه توقیف ځای کې تر ۳۰۰ پورې داسې کسان ساتل کېږي، چې پناه غوښتونکي دي او یا د کوم جرم له کبله له اسټرالیا شړل کېږي.

د اسټرالیا کډوالۍ چارو ادارې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د کډوالو اییتلاف کمپاین په نامه ډلې فعالان وايي، دا تونل درې متره ژور دی، د توقیف ځای له یوې خونې پیل شوی او بیا بهرني دېواله ته رسېدلی دی.

د اې بي سي خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي یو شمېر توقیف شوي کسان د تونل له برالا کېدو وروسته د توقیف ځای بلې برخې ته لېږدول شوي دي.

د نارتهم پریزیډنټ سیمې ادارې مشر کریس انتونیو اې بي سي خبري شبکې ته وویل: ''تر کومه بریده چې موږ خبر یو وضعیت کنټرول شوی دی او موږ ته دا هم معلومه ده چې هېڅوک نه دي تښتېدلي، دا یوازې (د تېښتې) یوه هڅه وه. ''

تر اوسه معلومه نه ده چې د دې تونل کېندلو تر شا څومره کسانو لاس درلود او د اسټرالیا سرحدي ځواک هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د سرحدي ځواک شمېرې ښيي چې د یونګاه هیل په نامه دغه توقیف ځای کې تر ۳۲۰ پورې کسان توقیف کې ساتل کېږي.

د کډوالو فعالانو ډلې مسوولینو په وینا دې ډله کې ۱۴۰ پناه غوښتونکي شامل دي.

د کمپاین فعالانو په خبره اوس په اوسط ډول دې مرکز کې تر ۶۰۰ ورځو پورې کسان ساتل شوي، خو ځینې داسې پناه غوښتونکي هم شته چې تر پنځو کلونو پورې دې مرکز کې پاتې شوي دي.