هغه افغان چې اسټرالیا کې یې ځان وواژه

میرویس
د عکس تشریح، میرویس روحاني پر ۲۰۱۷ کال اسټرالیا ته ولېږدول شو، خو هلته یې هم په تګ راتګ بندیز و.

یوه افغان کډوال چې دوه کاله مخکې له مانوس ټاپو د درملنې لپاره اسټرالیا ته لېږدول شوی و، په بریزبن ښار کې له هوټل ځان غورځولو سره ځان وژنه کړې ده.

۲۲ کلن سید میرویس روحاني- چې ویل کېږي رواني ستونزه یې درلوده- د اکتوبر پر ۱۵ د هوټل له ۲۲ پوړ په ځان غورځولو سره خپل ژوند له لاسه ور کړ.

د اسټرالیا د کورنیو چارو وزارت وايي، بریزبن ښار کې هم د نوموړي په تګ محدودیت لږول شوی و او هغه ځانګړې سیمه کې یې ژوند کاوه چې د ده لپاره په پام کې نیول شوې وه.

ښاغلي روحاني په چین کې طبي زدکړې کړې وې.

پر ۲۰۱۷ کال اسټرالیا ته تر لېږدېدو مخکې یې څلور کاله د مانوس ټاپو د کډوالو نظارتخونه کې تېر کړل.

د ښاغلي روحاني پلار او مور لندن کې ژوند کوي.

پلار یې پر ۲۰۱۶ کال مانوس ټاپو ته لاړ او هڅه یې وکړه، چې زوی له نظارتخونې وژغوري او له ځان سره یې برتانیا ته بوځي.

خو سیډني کې یوه کډوال ملاتړې اداره وايي، د پلار غوښتنه یې ځکه ونه منل شوه چې زوی یې له ۱۸ کلونو اوښتی و.

دا اداره زیاتوي، میرویس روحاني د مانوس ټاپو اتم کډوال دی چې ځان وژني.

میرویس

بل کډوال علیرضا پیرهادي- چې مانوس ټاپو کې د سید میرویس روحاني ګاونډی و- له بي بي سي سره خبرو کې وايي، میرویس مانوس کې د رواني ستونزو له امله سخت درمل خوړل.

علیرضا هم- چې مانوس کې د جنګ له امله یې کوپړۍ ماته شوې او پر ۲۰۱۷ کال اسټرالیا ته لېږل شوی و- زیاتوي اسټرالیا کې هم د میرویس وضعیت خراب و او سخت درمل یې کارول.

نوموړی وايي، د میرویس مور- چې برتانیا کې اوسېده- د هغه د لیدلو لپاره بریزبن ته تللې وه او د نوموړي د ځانوژنې پرمهال اسټرالیا کې وه.

د کډوالو لپاره د عمل پلان په نوم ادارې ویاند ایان رنټل دا پېښه د بې غورۍ له امله او قصدي بولي:

"میرویس د هغو سلګونو کسانو یو ځوروونکی او تراجیدیک مثال دی، چې مانوس ټاپو کې په رواني ناروغيو اخته شوي دي".

د دې ادارې په خبره، د روحاني وضعیت خراب و او ورځ تر بلې بدتر کېده، خو مانوس ټاپو کې برید ورباندې شوی و او وهل شوی او بندي شوی و.

مانوس ټاپو

طب
د عکس تشریح، ښاغلي روحاني چین کې طبي زدکړې کړې وې.

مانوس ټاپو د کډوالو هغه پنډغالی دی چې د اسټرالیا حکومت جوړ کړی دی او د دوی د پنا غوښتنې بهیر پر مهال دا کسان په دغه پنډغالي کې وي.

اول ځل دا پنډغالی پر ۲۰۰۱ کال پرانیستل شو او بیا پر ۲۰۰۸ کال وتړل شو، خو پر ۲۰۱۲ کال بېرته پرانیستل شو.

پر ۲۰۱۶ کال د پاپوا نیو ګینه سترې محکمې دغه ځای له محاکمې او قضايي حکم پرته د کډوالو د بندي کولو په مانا وباله.

دې محکمې دا پنډغالی د انساني حقونو او د دغه هېواد له اساسي قانون سره ټکر کې وباله او د بندېدو غوښتنه یې وکړه.

پر ۲۰۱۷ کال د دې پنډغالي استوګنو ته وویل شول چې نایورا ټاپو کې ورته پنډغالي ته تللی او هلته پاپوا نیو ګینه کې د کډوال په توګه پاتېدلی او یا هم خپل هېواد او یا بل هېواد ته تللی شي.