ولسمشر غني له پاکستانه افغان سفیر او دیپلوماتان بېرته ور وغوښتل؛ پاکستان يې پر پرېکړه خپګان وښود

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني حکم کړی چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر او دیپلوماتان دې بېرته کابل ته ور وغوښتل شي.
ولسمشر غني دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې د تېرې جمعې پر ورځ اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل لور سلسله علیخېل وتښتول شوه او له څو ساعتونو شکنجې وروسته بېرته خوشې شوه.
د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر یکشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزیر ته هدایت کړی چې تر هغې چې د دې پېښې مسؤلینو ته سزا نه وي ورکړل شوې او پاکستان کې د افغان سفیر او دیپلوماتانو امنیت نه وي تضمین شوی، د افغانستان دیپلوماتیکه عمله دې بېرته کابل ته ور ورغوښتل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، "ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې یو پلاوی د وروستۍ قضیې او په دې پورې د اړوندو مسائلو د څېړلو او تعقیب په موخه پاکستان ته سفر وکړي چې د پلاوي د موندنو په رڼا کې به د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه وشي ".
یاده دې وي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ کابل کې د پاکستان سفیر هم ور احضار کړی و او د دې پېښې په اړه یې رسمي شکایت ثبت کړی و.
د افغان سفير او ديپلوماتانو د وربللو په اړه د پاکستان غبرګون
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه خپره کړې او د افغان حکومت له خوا له پاکستانه د افغان سفير او ديپلوماتانو د بېرته ورغوښتلو پر پرېکړه يې خپګان ښکاره کړی او له افغان حکومته يې هيله څرګنده کړې چې په خپله پرېکړه غور وکړي.
د اعلاميې له مخې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له افغان سفير سره ليدلي او د پاکستان له خوا د اخيستل شویو ګامونو په اړه يې معلومات او هغه ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
اعلاميه زياتوي چې د دغې پېښې په اړه پلټنې روانې دي او په پاکستان کې د افغان سفير، کورنۍ او ديپلوماتانو امنيتي تدابير نور هم کلک کړل شوي دي.
پاکستان د پېښې د پلټلو ژمنه وکړه

د عکس سرچینه، @Sheikh.Rashed.Official
پاکستاني چارواکو ویلي، اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله عليخېل د لور د تښتونې او شکنجې پېښه په جدي توګه څاري او ژر به د پلټنو پایلې شریکې شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد نن یکشنبه په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله عليخېل د لور سلسله عليخېل د تښتولو د پېښې په هکله په یوه خبري غونډه کې وویل، د دوی پولیس او نورې ادارې ددې پېښې بشپړه پلټنې کوي او په خبره يې ډېر ژر به ددغې پېښې په هکله پوره او کره مالومات له رسنیو سره شریک کړي.
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم یکشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د لومړي وزیر عمران په غوښتنه او د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په مشرۍ یو پلاوی د دې پېښې په اړه پلټنه کوي او پایلې به یې ژر شریکې شي.

د عکس سرچینه، اسلام اباد کې د افغانستان سفارت
تردې وړاندې پرون ددغه هېواد لومړي وزیر عمران خان دلته اړونده چارواکو ته امر کړی و، چې په اته څلوېښت ساعتونو کې دې د دغې پېښې پلټنې بشپړه کړي، خو د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید نن وویل، اته څلوېښت ساعته نه، په دوه اویا ساعتونو کې به دغه پلټنې بشپړې کړي.
پرون د اسلام اباد پولیسو ویلي وو، چې اغلې عليخېل د اسلام اباد له بلو ایرییه سیمې تښتول شوې او څو ساعته وروسته په ایف سېون سیمه کې خوشې کړل شوې وه.
خو د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید یکشنبه خبري غونډه کې وویل، اغلې عليخېل راولپينډۍ ته هم په یوه ټیکسي کې تللې او بیا د اسلام اباد 'دامن کوه' سیمې ته هم تللې ده.
ښاغلی رشید زیاتوي، دوی له درېواړو ټیکسي چلوونکو سره خبرې کړې دي او د هغوی بیانونه يې ثبت کړي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
بل لور ته د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا لومړی ځل نه دی چې له یوې مېرمنې سره دا ډول پېښه کېږي.
نوموړی ادعا کوي چې اسلام اباد هغه دیپلوماتان او عمله ځوروي چې د پاکستان خبره نه مني.
په ورته وخت کې د افغانستان د پارلمان ښځینه غړو د پاکستان د پارلمان پر ښځینه غړ کړی چې په دې قضیه کې خپل غږ پورته کړي او او پېښه کې ښکېل کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په خبري غونډه کې پر هند تور پورې کړ، چې دده په ټکیو هند دغه پېښه د پاکستان ضد کارولې او پروپاګند يې کړی دی.
افغانستان او نړۍ کې غبرګونونه

د عکس سرچینه، Social Media
د یکشنبې پر ورځ کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لسګونه کسان راټول شوي وو او اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور تښتونه او شکنجه کېدل یې وغندل.
لاریونوالو د 'لر او بر یو افغان' او 'مرګ پر پنجاب' شعارونه ورکول او تور یې لګاوه چې پاکستان له دې وړاندې هم افغان سفیرانو سره ورته چلن کړی دی.
افغانستان او پاکستان کې د خواله رسنیو کاروونکو هم دې پېښې ته کلک غبرګونونه ښودلي دي.
پخواني افغان ولسمشر دا پېښه غندلې او پر پاکستاني چارواکو یې غږ کړی چې ژر تر ژره دې عاملین ونیسي او سزا دې ورکړي.
اسلام اباد کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پر خپله پاڼه لیکلي: "په پنجاب کې د افغان سفير د لور تښتول او تعذيبول د ټولو افغانانو د عزت موضوع ده، د هر افغان لخوا بايد په کلکه وغندل شي او هم يې پوښتنه وشي".
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ويلي دوی د پاکستان له حکومت غواړي چې دې پېښه کې د ښکیلو جنایت کارانو د نیولو او مجازاتولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، د افغان سفیر د لور تښتونه او شکنجه د اندېښنې خبره ده.
نوموړی وایي، دا پېښه د ټولو پښتنو/ افغانانو د سپکاوي په معنا ده او له ټولو اخلاقي حدونو تېرېدل دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ هم دا پېښه د شرم وړ بللې ده.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د اسلام اباد امنیتي کامرو کې به خامخا د پېښې په اړه ثبوت موجود وي، او مجرمانو ته باید سزا ورکړل شي.
ښاغلی دوړ لیکي، د سلسلې علیخېل تښتونه پاکستان کې د پخواني افغان سفیر عبدالخالق فراهي تښتونې ته ورته ده، او ښیي چې اسلام اباد کې افغان دیپلوماتان خوندي نه دي.
پر دې سربېره پاکستان کې ګڼو فعالانو، خبریالانو او عامو خلکو هم له پاکستانۍ پلازمېنې د یوه بهرني سفیر د لور تښتونه د پوښتنې وړ پېښه بللې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې سپیناوی وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3









