د نانځکو سرغوڅول: ځينې پاکستاني ملايان د افغان طالبانو دريځ ستايي
د پاکستان ځينو مذهبپالو او دوکان لرونکو د افغان طالبانو له هغه ګام سره همغږي ښوولې، چې په مارکېټونو یا دوکانونو کې يې د پلاستیکي نانځکو یا ډمیانو سرونه پرې کړي دي.
په دې وروستيو کې پر خواله رسنيو داسې ويديو خپره شوه چې ښيي، د افغانستان په هرات ولايت کې طالبان د نانځکو سرونه پرې کوي.
د هرات د امر بالمعروف يوه چارواکي هټيوالو ته ويلي چې سر لرونکې نانځکې گواکې بتان دي. خدای نور ناصر له اسلام اباده رپوټ لري