ستانکزی: افغان نجونو ته باید د زدکړو حق ورکړل شي؛ د ښوونځیو تړل د حل لاره نه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، په افغانستان کې نجونې له ښوونځیو راګرځول د دې هېواد د نیمایي نفوس حق خوړل دي.
نوموړي د نجونو د ثانوي زدکړو په اړه د طالبانو پر اوسنۍ تګلاره نیوکه کړې او وایي، افغانې نجونې له ښوونخیو راګرځول د حل لاره نه ده.
ښاغلي ستانکزي دا څرګندونې د یکشنبې پر ورځ کابل کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د شپږم تلین مراسمو کې د خبرو پر مهال کړې وکړې.
نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې باید د ولس غوښتنو او ستونزو ته په کتو خپلې تګلارې جوړې کړي، او که داسې نه کوي نو، د ده په ټکو، د حکومت موده به یې ډېره محدوده وي.
یاده دې وي چې طالبانو تېر کال اګست کې واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او له کبله یې سلګونه زره نجونې له میاشتو راهیسې له زدکړو پاتې دي.
طالبان وایي، تر هغې چې 'مناسب شرایط نه وي برابر او نوی تعلیمي نصاب نه وي چمتو شوی'، د نجونو ثانوي ښوونځي به تړلي وي.
خو شېر محمد عباس ستانکزي د یکشنبې ورځې په غونډه کې وویل، افغانستان کې ښځو ته په ډېرو نورو برخو کې هم هغه حقونه نه دي ورکړل شوي چې اسلام یې ورکوي. نوموړی وویل:
"افغانستان کې له پخوا راهیسې په کلیو کې د ښځو شرعي حقوق چا نه دي ورکړي. تر اوسه پورې کونډه یا پېغله خپل اختیار نه لري چې مېړه وکړي. ښځه که د میراث حق وغواړي ټوله دنیا د شریعت خلاف ورپورې خاندي. د تعلیم حق چا نه دی ورکړی. دا ښځې به اسلام او شریعت چېرې زده کوي؟ خو په مدرسه او مکتب کې به یې زده کوي کنه. دا د حکومت وظیفه ده چې د فساد مخنیوی وکړي. ښځو ته باید هغه حقوق ورکړل شي چې خدای، رسول او زموږ افغاني دود کلتور ورکړي".
د نجونو زدکړې؛ طالبانو ته د سرخوږي موضوع

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو ډلو په ګڼو برخو کې د دې ډلو پر تګلارو نیوکې کړې دي.
د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار موضوع هم هغه څه دي چې طالبانو ته په سرخوږي بدل شوي نړیواله ټولنه یې طالبانو سره د تعامل لپاره د شرط یا فشار آلې په توګه کاروي.
پخپله د طالبانو په لیکو کې هم ګڼ مهم مشران ظاهراً په خپلو مرکو کې ټینګار کوي چې د نجونو له زدکړو سره مخالفت نه لري.
د بېلګې په توګه همدا تېره اوونۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له (سي اېن اېن) خبري شبکې سره مرکه کې وویل، د نجونو د زدکړو ملاتړ کوي.
همدا راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی هم دوه ورځې وړاندې له (سي اېن اېن) سره خبرو کې وویل، د نجونو د زدکړو پر موضوع هېڅ ډول معامله نشي کېدلی.
نوموړي وویل، دا د افغانستان د راتلونکي خبره ده او طالبانو باید ژر تر ژره ټولو نجونو ته د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
امریکا، اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو هم بیا بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې که مشروعیت غواړي نو نجونو ته دې د زدکړو حق ورکړي.
خو طالبان له دې ټولو نیوکو او فشارونو سره سره لا هم پر خپله پرېکړه ولاړ دي او د اوس لپاره روښانه نه ده چې د نجونو د ثانوي زدکړو برخه کې به څه وخت خپله تګلاره بدله کړي.
د عباس ستانکزي نیوکې او خبرداری

د عکس سرچینه، Getty Images
شېر محمد عباس ستانکزی د طالبانو او امریکایانو ترمنځ او همدا راز تېر افغان حکومت سره د طالبانو د مذاکراتو په بهیر کې یوه مهمه څېره بلل کېده او څو کاله د دوحې بهیر کې فعال و.
خو رپوټونه وایي چې نوموړی دا مهال د طالبانو د حکومت له مشرانو یو څه ناراضه دی او له څه مودې راهیسې په متحده عربي اماراتو کې و.
نوموړی څو ورځې وړاندې د طالبانو د رئیس الوزا مرستیال ملا برادر په منځګړیتوب له هغه سره یو ځای بېرته کابل ته راستون شو.
خو د یکشنبې پر ورځ نوموړي په خپلو خبرو کې د طالبانو د اوسني حکومت پر ګڼو تګلارو نیوکې وکړې او سپارښتنه یې ورته وکړه چې باید اصلاحات وکړي.
د بېلګې په توګه نوموړي نیوکه وکړه چې د طالبانو حکومت د کونډو او یتیمانو پوښتنه نه ده کړې او د بېوزلۍ په حالت کې یې پریښي دي.
نوموړي د طالبانو په اوسني حکومت کې د ګڼو پرمختګونو او لاسته راوړنو یادونه هم وکړه، خو د دې ډلې پر امنیتي کسانو یې غږ وکړ چې له ولس سره باید له نرمۍ کار واخلي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که طالبانو ځینو برخو کې خپله تګلاره سمه نه کړي نو د حکومت موده به یې ډېره محدوده وي.










