طالبان: امریکا دې د منفي څرګندونو پر ځای د دیپلوماسۍ او همکارۍ لار غوره کړي

د عکس سرچینه، Reuters
افغان طالبان وايي، امریکايي چارواکي باید د دوی پر ضد د منفي څرګندونو پر ځای د دیپلوماسۍ او همکارۍ تګلاره خپله کړي.
یاده ډله دا غبرګون وروسته له هغه ښیي چې د امریکایي پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي سه شنبه د سنا مجلس یوې ځانګړې ناستې ته وویل، طالبان یوه ترهګره ډله وه او ده، او لا هم القاعدې سره اړیکې پالي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې د جنرال مارک مېلي څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، دوی په دوحه کې له امریکا سره لاسلیک شوې هوکړې ته ژمن دي او د دوی له لوري د امریکا په ګډون هیچا ته ګواښ نشته.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه:
"طالبان پر ټول هېواد کنټرول لري او موږ نړیوالو ته تضمین ورکړی چې له افغان خاورې به د امریکا په ګډون د هېڅ یوه هېواد لپاره هېڅ ګواښ پېښ نه شي".
د طالبانو ویاند همدا راز بي بي سي ته وویل، شته ستونزې د خبرو له لارې حل کېدلی شي او دوی له امریکا سره همکاري او رغنده فضا غواړي.
امریکايي جنرالانو څه ویلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکايي پوځ لوی درستیز سه شنبه د امریکا سنا د وسلوالو ځواکونو کومېټې ته وویل په دې کې هېڅ شک نه لري چې طالبان یوه ترهګره ډله وه او لا هم ده.
جنرال مېلي په قطر کې له طالبانو سره د امریکا هوکړې ته په اشارې سره زیاته کړه، طالبانو ته ۷ شرطونو اېښودل شوي وو خو دې ډلې یوازې یو شرط پوره کړی، او هغه دا چې پر امریکایي ځواکونو یې برید نه دی کړی.
نوموړي وویل، اوس به کتل کېږي چې ایا دا ډله پر افغانستان خپله واکمني ټینګولی شي او که دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیلېږي.
په ورته مهال د دوشنبې پر ورځ له شلو زیاتو سناتورانو پر طالبانو او پاکستان د بندیزونو لګولو قرارداد هم جرګې ته وړاندې کړ.
دا قرارداد ۲۲ سناتورانو وړاندې کړی چې ټول د جمهوریتپال ګوند غړي دي.
په قرارداد کې ویل شوي دوی پر طالبانو او پر هغو چې د طالبانو مرسته کوي د یو لړ بندیزونو لګولو غوښتنه کوي.
دې قرارداد کې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه، څارنې او محاسبه، نوم ورکړل شوی وړاندیز شوی چې امریکا باید په ملګرو ملتونو او په خپله امریکا کې د طالبانو هیڅ غړی د افغانستان د سفیر او استازي په توګه ونه مني.










