داعش ډلې منلې چې کندهار کې پر جومات پرونى بريد دوی کړى
داعش منلې چې کندهار کې د شيعه گانو پر جومات پرونى بريد دغې ډلې کړى.
د اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګې د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي، دغې ډلې پورې اړوندو دوو وسلوالو، لومړى د جومات ساتندويان په وويشتل، بيا جومات ته دننه ننوتل او چاودنه يې وکړه.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور مرستیال مولوي شمس الله بي بي سي ته وويل د وژل شويو او ټپيانو شمېر لوړ شوى:
''د شهیدانو شمېر ۴۷ کسانو ته رسېدلی او نژدې ۶۰ کسان ټپیان دي. ''
د کندهار امنيتي چارواکي د دغه راز بريدونو د مخنيوي لپاره د نويو امنيتي تدابيرو خبره کوي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ د تحقیق مدیر مولوي محمود وايي، راتلونکې کې به د داسې ځایونو د امنیت لپاره نور کسان وګوماري.
د پیښې عیني شاهدان وايي، دې برید کې څو تنه ښکېل وو چې څه یې دننه او لږ تر لږه یو تن دباندې و.
دا په یوه اونۍ کې دویم خونړی برید دی چې، د شیعه ګانو جومات په کې په نښه کېږي. مخکېنی برید تېره جمعه په کندوز ولایت کې شوی و، چې لسګونه کسانو ته یې مرګژوبلې اړولې وه.
د هغه بريد پړه هم داعش منلې وه.
د پېښې له ځایه ترلاسه شوي انځورونه ښیي چې د جومات ښیښې ماتې دي او ګڼ شمېر ټپیان د جومات دننه په وینو کې لت پت پراته دي.

د کندهار د امنيه قومندانۍ د تحقيق مدير مولوي محمود د ويډيويي پيغام په خپرولو سره دغه بريد غندلی او ټټر يې وهلی چې عاملين به يې پيدا کوي.
نوموړی وايي "د دغه ځای ساتنې مسوليت د اهل تشيع وروڼو په ذمه و موږ دوی ته د وسلې اجازه ورکړې وه خو متاسفانه دوی ونتوانېدل چې ساتنه يې وکړي".
دی وايي "په راتلونکي کې د جوماتونو د ساتنې لپاره امنيتي ساتونکي ټاکل کېږي".
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې د دې بريد غندنه کړې او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې دغه بريد غندلی دی او دا کار يې "د افغانستان د سولې، ثبات، اتحاد او اتفاق پر وړاندې د پرديو ښکاره دسيسه ګڼي چې غواړي زموږ په هېواد کې د نا امنۍ له لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي".











