کردي جنګیالي: د کوباني غر مو بېرته نیولی

د عکس سرچینه، BBC World Service
کردي جنګیالي چې د اسلامي دولت ډلې سره په جګړه کې ښکېل دي وايي دوی سوریه کې ترکیې سره پر پوله د کوباني په لوېدیځ کې د تل شایر په نامه له ستراتېژیک پلوه یو مهم غر نیولی دی.
کردي جنګیالیو دغه پرمختګ د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له هوايي بریدونو نه وروسته کړی دی.
د اسلامي دولت جنګیالیو، چې دغه سیمه یې له یوې میاشتې راهیسې کلابنده کړې، د تل شایر غر ۱۰ ورځې وړاندې نیولی و.
په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سې شنبې پر ورځ په واشنګټن کې د ۲۰ نه د ډېرو هېوادونو د پوځي مشرانو سره د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې په سوریه او عراق کې د مبارزې پر لارو چارو خبرې اترې وکړي.
خبریالان د واشنګټن غونډې ته په اشاره وايي د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له جوړېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې دومره لوړ پوړي پوځي چارواکي سره یو ځای کېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
بل خوا ترکي جنګي الوتکو د عراق پولې سره نږدې د هکري په ولایت کې د کردستان د کارګرو ګوند (پي کی کی) پر هدفونو بمبارۍ کړې دي.
د ترکي رسنیو په وینا په برید کې یاغیانو ته (درنه مرګژوبله) اوښتې ده.
که د دې خبر پخلی وشي نو دا به په ۲۰۱۳ کال کې پر یوه اوربند له هوکړې وروسته د ترکیې له خوا پر (پي کی کی) لومړی ستر هوايي برید وي.
ځانمرګي بریدونه
د کوباني ښار، چې اکثریت اوسېدونکي یې کردان دي، جګړه د ایتلافي ځواکونو لپاره د هوايي بریدونو له لارې د اسلامي دولت د شا تمبولو په برخه کې یوه مهمه ازموینه ده.
د کوباني شاوخوا سیمو کې د اسلامي دولت پر هدفونو د دوو اونیو هوايي بریدونو کردي جنګیالیو ته دا فرصت ورکړی چې د جهادیانو د پرمختګ مخه ونیسي.
خو د ترکيې او لوېدیځې نړۍ مشرانو خبرداری ورکړی چې دغه ښار ښايي بیا سقوط وکړي.
د سوریې د بشري حقونو یوې ډلې راپور ورکړی چې اسلامي دولت ډلې درې بېلا بېل ځانمرګي بریدونه کړي دي.
د اسلامي دولت ډلې یو ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک یوه موټر ته د ښار په شمالي برخه کې پولې ته څېرمه چاودنه ورکړې ده.
دویم بریدګر ختیځه سیمه، چې د پولیسو مرکز او حکومتي ادارې په کې موقعیت لري، په نښه کړې ده.
وروسته درېیم ځان وژونکي د کردي ځواکونو په مرکز برید کړی دی.
د بشري حقونو دغې ډلې ویلي چې اسلامي دولت ډله اوس د کوباني نیمايي برخه تر خپل کنترول لاندې لري.








