په امریکا کې د کډوالۍ فدرالي ادارې افسر يو کس په ډزو وژلی

د ايس افسران

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا د کورني امنیت وزارت بي بي سي ته تائید کړې چې د شنبې په ورځ ځايي مهال د سهار ۹:۰۵ د مینیسوټا په مینیاپولیس کې د کډوالۍ ادارې یوه فدرالي افسر يو تن په ډزو ويشتلی دی.

د مینیاپولیس د پولیسو مشر برایان اوهارا وویل، هغه کس چې په ډزو کې لګېدلی د مینیاپولیس یو ۳۷ کلن سپین پوستی سړی او د امریکا تبعه دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې ټریشیا مک لافلن په وینا، "د سرحدي ځواک افسرانو د يوه غير قانوني کډوال پر وړاندې چې په تاوتريخوالي کې ښکېل وو ، هدفي عملیات ترسره کول چې يو کس له وسلې سره راڅرګند شو".

نوموړې وايي، "افسرانو هڅه وکړه چې دغه کس بې وسلې کړي خو هغه مقاومت وکړ. د خپل ژوند او د ملګرو افسرانو د خونديتوب له وېرې یوه افسر دفاعي ډزې وکړې." په سيمه کې روغتيایي ډلې سملاسي د مرستې هڅه وکړه خو مشکوک کس د پېښې په ځای کې ومړ.

مک لافلن وايي، "له پېښې وروسته لاريون کوونکي سيمې ته ورسېدل او هڅه یې کوله چې د قانون پلي کوونکو مخه ونيسي او پر هغوی بريد وکړي."

د مینیاپولیس ښاروال جېکب فری د پېښې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، او ويلي یې دي، "څومره نور اوسېدونکي، څومره نور امریکایان به د دې عملیاتو د پای ته رسېدو لپاره قرباني یا جدي ټپیان شي؟"

نوموړي زیاته کړې، "دا ډول کړنې په ښار کې امنیت نه رامنځته کوي، بلکې د خلکو خوندیتوب له خطر سره مخامخ کوي او د دوی په زړونو کې اندېښنې راپورته کوي."

دا په داسې حال کې ده چې همدلته په مينياپوليس ښار کې روانه مياشت يوه ۳۷ کلنه مېرمن ريني نيکول ګوډ د امریکا د کډوالۍ او ګمرکنو د قوانينو پلي کولو ادارې (اېس) په ډزو وژلې وه.

دې پېښې د لاریونونو یوه داسې لړۍ پیل کړه چې له امله یې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو ادارې فعالیتونه له لا زیاتې څارنې سره مخامخ شوي.

له هغه راهیسې چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ستون شوی یادې ادارې زرګونه کسان نیولي چې ګڼ شمېر یې په عامه ځایونو کې وو.

دغو کړنو په زیاتېدونکي ډول د دې ادارې کاروونکي د هېواد په بېلابېلو ټولنو کې تر پوښتنې لاندې راوستلي، چې له امله یې د ځینو ځایي اوسېدونکو له خوا چې د دوی د عملیاتو مخالفت کوي، مقاومت رامنځته شوی دی.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د قوانینو د پلي کولو اداره یوه داسې فدرالي هغه ده چې د کډوالۍ د قانون د پلي کولو، ناقانونه کډوالۍ څېړنو او د کډوالو د اېستلو د چارو مشري کوي.

یوه داسې هڅه چې د ټرمپ اداره غواړي له مخې یې په لوی شمېر کډوال له امریکا وباسي.

دا د ټاکنو کمپاین پر وخت د ده له مهمو ژمنو یوه وه.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بیا ستنېدو راهیسې د ایس ( ICE) ادارې په بودیجه او ماموریت کې په پراخه کچه زیاتوالی راوستلی.

دغه اداره د کډوالۍ قانون پلي کوي او پر بې اسناده کډوالو او غیر قانوني مهاجرت څېړنې کوي.

همداراز له امریکا د بې اسنادو کډوالو د اېستلو په بهیر کې هم ونډه لري.

د امریکا کډوالۍ او ګمرکاتو قوانینو د پلي کولو اداره د ۲۰۰۲ کال کې د کورني امنیت قانون په چوکاټ کې جوړه شوه، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې ترهګریز بریدونو ته رغنده ځواب ووایي او څېړنه وکړي.

دا قانون د کورني امنیت وزارت (DHS) رامنځته کړ چې ایس ( ICE) یا د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو قوانینو د پلي کولو اداره یې یوه برخه وګرځېده.