د کردانو پر اهدافو د ترکیې په هوايي بریدونو کې ۵۹ کسان وژل شوي

د ویډیو تشریح، وېډیو کې بریدګر د ودانۍ د ننه لیدل کېږي

د ترکیې حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ځواکونو یې په عراق او سوریه کې د کردانو کارګر ګوند (پي کی کی) وسله والو پر اهدافو بریدونه کړي چې ۵۹ کسان پکې وژل شوي دي.

د ترکیې حکومت وژل شوي کسان "ترهګر" بللي، خو د کردانو وسله واله ډله وايي بریدونو د دغه هېواد په شمال ختیځ کې دولس ملکیان وژلي دي.

د ترکیې پوځ دا ګام وروسته له هغه پورته کړ، چې حکومت یې یاده ډله انقرې ښار ته څېرمه د پروني وسله وال بريد مسووله وبلله او دې برید کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول.

د ترکیې د دفاع وزارت وايي، ''په ځوابي بریدونو کې د ترهګرو ۳۲ هدفونه په بریالیتوب سره له منځه یوړل شول."

د تركيې له دې اقدام سره سره تر اوسه كومې ډلې په رسمي توګه د دغه هېواد د فضايي صنعت پر ادارې د پروني بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

له دې مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې انقرې ته نږدې د دغه هېواد د فضايي صنعت پر یوې فابریکې د وسله والو برید کې لږترلږه پنځه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا برید "وحشیانه عمل" یاد کړی.

د ترکیې کورنیو چارو وزیر علي یرلي‌ کایا دا یو "ترهګریز برید" بللی و. هغه ویلي و، هر څوک چې غواړي د ترکیې ملي یووالی ته زیان ورسوي له منځه به یوړل شي.

هغه مهال ښاغلي یرلي‌ کایا ادعا کړې وه، چې په غالب ګومان دا برید به د بېلتونپالو کردانو 'پي‌ کې‌ کې' ډلې کړی وي.‌

د ویډیو تشریح، انقره کې د برید په ځای کې چاودنه او د ډزو غږونه

برید کې په نښه شوې فابریکه د ترکیې د فضايي صنعت اړونده ده.

د امنیتي کامرو په وسیله له اخیستل شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې لږترلږه دوه وسله وال د ترکیې د فضايي صنعت د فابریکې دخولي دروازه کې شاوخوا ډزې کوي.‌

د ترکیې له کورنیو چارو وزارته خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوه بریدګر چې یوه یې ښځه وه، وژل شوي دي.

وړاندې ترکي رسنيو خبر ورکړى و، چې له انقرې څلوېښت کيلومتره لرې د دې فابريکې د ننه د ډزو او چاودنې غږ اورېدل شوى دى.

د انقرې عمومي څارنوالۍ د دې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

خپرو شویو تصویرونو کې ګڼ شمېر امبولانسونه او د اور وژنې ګاډي لیدل کېږي چې د پېښې ځای ځای ته استول شوي دي.

ترکي چارواکو پر رسنيو د بريد د جزئياتو د خپرولو بنديز لګولی.

په ترکيه کې د راډيو او تلويزيون د عالي شورا مشر ابوبکر شاهين ترکي رسنيو ته د پېښې په تړاو د ټولو انځورونو د ليرې کولو خبرداری ورکړی دی.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي "څوک چې بندیز نه مني سخته سزا به ورکړل شي."

نوموړي د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو هم وغوښتل هغه عکسونه شریک نه کړي چې د ده په وینا، "د ترهګریز هدف لپاره کارول کېږي."

نړیوال غبرګونونه

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې په کازان ښار کې د برېکس په کنفرانس کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یوځای دا یو ترهګریز برید وباله.

د اپوزیسیون مشر اوزګور اوزیل، چې د جمهوریپال ولسي ګوند مشري کوي، دغه "ترهګریز برید" وغانده.

هغه ویلي، "زه ترهګري غندم، تر شا یې که هر څوک وي یا له هر ځایه راغلي وي."

د ناټو سرمنشي مارک روټه هم انقرې ته نږدې د ترکیې د فضايي صنایعو پر فابریکې دا برید غندلی دی.

هغه وویل، "موږ په ناټو کې د خپل متحد ترکیې تر څنګ ولاړ یو او هر ډول ترهګري غندو."

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم دا برید غندلی او اردن بیا "ترهګریز برید" بللی دی.

توساش په ترکیه کې د الوتکو تر ټولو لوی تولیدوونکی دی.

دغه شرکت د ترکیې د لومړیو جنګي جټ الوتکو پر جوړولو سربېره، د روزنې الوتکې او همدا راز ملکي چورلکې هم تولیدوي او له لسو زرو ډېر کسان پکې کار کوي.

د ترکیې د دفاعي صنایعو د ادارې د مشر هالوک ګورګن په وینا، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دفاعي صنایعو د صادراتو عواید ۳،۷ میلیارده ډالره و، چې د ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله ۹،۸ سلنه زیاتوالی ښيي.