حماس څلور اسرائیلۍ یرغملې په غزه کې سره صلیب ته سپارلې دي

د حماس لخوا څلور نورې اسرائيلۍ یرغملې چې په غزه کې ساتل کېدې، نن سره صلیب ته سپارل شوې دي.‌ د دغو ښځو په اړه ویل شوي چې اسرائیلۍ سرتېرې دي. دا د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته د یرغملو دویمه ډله ده چې د حماس لخوا ازادېږي.

لنډیز

  • د اسرائیل د زندانونو ادارې ویلي، ټول ۲۰۰ فلسطیني بندیان چې ټاکل شوې وه نن د څلورو اسرائیلي یرغملو په بدل کې ازاد شي، خوشې شوي
  • د حماس لخوا څلور نورې اسرائيلۍ یرغملې چې په غزه کې ساتل کېدې، خوشې شوې دي
  • د دغو ښځو په اړه ویل شوي چې اسرائیلۍ سرتېرې دي
  • د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي، دغه یرغملې بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوې
  • هممهاله د اسرائیل د زندانونو ادارې ویلي ۲۰۰ فلسطیني بندیان یې ازاد کړي
  • دا د اوربند له هوکړې وروسته دویم ځل دی چې اسرائیلي یرغمل او فلسطیني بندیان تبادله کېږي