پر سوري ځواکونو د ترکي پوځ پراخ برید

سوریه

د عکس سرچینه، AFP/ Getty Images

د ترکیې دفاع وزیر وايي پر ترکي ځواکونو د سوریې د دولتي ځواکونو د برید په ځواب کې یې د دغو ځواکونو له دوه سوو زیات هدفونه په نښه کړي او له درې سوو زیات سرتیري يې "له فعالیته " غورځولي دي.

د سوریې د دولتی ځواکونو د تیرې شپې له برید وروسته چې د ترکیې د هتای ولایت د والي رحیم دوګان د وینا له مخې ۳۳ ترکیې سرتیري په کې ووژل شول، د ترکیې دفاع وزیر له سوریې سره ګډې پولې ته ولاړ او د سوریې پر دولتي ځواکونو یې د برید مشري په خپله غاړه واخېسته.

ترکي رسنیو د پولې لور ته د د زغره والو ګاډو او نورو له درنو وسلو ډکو ګاډو د ورخوځېدو انځورونه خپاره کړي دي.هلته د ځواکونو د استولو پرېکړه له ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د امنیتي چارواکو له بېړنۍ ناستې وروسته شوې ده.

د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار ویلي د تېرې شپې هوايي برید، د ترکیې او روسیې ترمنځ د همغږۍ سره ، سره شوی دی. ترکیه د روسیې هغه ادعا ردوي چې د تېرې شپې په برید کې ترهګر هم وژل شوي دي.

دفاع وزیر اکار زیاته کړې چې د دوی ځوابي برید دوام لري او تر هغه به دوام کوي چې "د دوی د سرتیرو په وینو سره لاسونه مات کړي. " هغه وویل د سوریې ۳۰۹ دولتي سرتیري یې له "فعالیته" غورځولي دي، خو د سوریې ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې ډیر څه ونه ویل. ښاغلي اکار وویل د سوري ځواکونو ته یې دروند مالي زیان هم اړولی دی.

بل لور ته کرملین وايي د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د سوریې په ادلب کې د روانې جګړې په اړه ټلفوني خبرې کړي، ژوره اندېښنه یې ښودلې او هوکړه یې کړې چې د وضعیت عادي کولو لپاره باید نور ګامونه واخستل شي.

د سوریې ځواکونه چې د روسیې ملاتړ لري، هڅه کوي چې ادلب ښار له هغو وسله والو ونیسي چې د ترکیې ملاتړ لري.

د ترکیې ولسمشر غواړي د سوریې حکومتي ځواکونه دې له هغو سیمو په شاه شي چې ترکیې هلته د څار پوستې جوړې کړې او په دې تړاو یې ګواښ کړی و چې که سوریايي ځواکونه دې سیمو ته خپل پرمختګ ونه دروي، بریدونه به پرې وکړي.

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د سوریې حکومت او روسیې دا غوښتنه رد کړې او ترکیه یې په دې تورنه کړې چې د ۲۰۱۸ له هوکړې یې سرغړونه کړې او وسله والو ته یې درنې وسلې ورکړي. د دې هوکړې له مخې ترکي ځواکونو په ادلب ولایت کې د څار ۱۲ مرکزونه جوړ کړي چې پر ادلب د سوریې د دولتي ځواکونو د هر ډول برید مخه ونیسي.

ترکیه د امنیتی اندېښنو ترڅنګ دا اندېښنه هم لري چې که دولتي ځواکونه د ادلب ولایت ونیسي نو ترکیې ته به د کډوالۍ یوه بله لړۍ پيل شي.

په سوریه کې د ترکیې او سوري ځواکونو ترمنځ د جګړې په تودېدو سره د نړیوالو اندېښنې هم زیاتې شوي دي. د اروپايي ټولنې یوه لوړ پوړي دپلومات جوزیف بورېل ویلي هلته د یوې نړېوالې پوځي شخړې خطر شته.