د ترکیې بس ټکر کې ۳۲ کسان وژل شوي

د ویډیو تشریح، غازي عنتاب ته څېرمه له ټکر وروسته حالت
    • Author, السا مېشمن او الکس بینلي
    • دنده, بي بي سي نیوز

په ترکیه کې د ګاډو ټکر کېدو دوو جلا پېښو کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي. غزي عنتاب ته نژدې د شنبې په ګهیځ یو بس د یوې مخکېنۍ پې‍ښې په ځای کې ټکر شوی چې ۱۶ کسان پکې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

څو ګړۍ وروسته په ماردین کې یوه لارۍ پر خلکو ورغلې او لږ تر لږه ‍۱۶ کسان یې وژلي چې د بېړنیو چارو ادارې او اور وژنې کارمنان هم پکې دي.

په دویمه پېښه کې ۲۲ کسان ټپیان شوي، چې د اتو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې دی.

د دوو پېښو ترمنځ د کوم تړاو لرلو خبر نه دی ورکړل شوی.

ویل کېږي د لومړنۍ پېښې وژل شویو کې- چې یو ګاډی له سړکه کوږ شوی و- خبریالان هم شته.

له لومړۍ پېښې وروسته نژدې روغتونونو ته لېږدولو په پار د بېړنیو پېښو اړونده یوه ډله ورغلې ده.

د غازي عنتاب والي پر ټویټر لیکلي چې په وژل شویو کې "درې د اور وژنې ماموران، دوه د بېړنیو پېښو د ادارې کارمنان او دوه خبریالان هم شته".‌

Gaziantep

د عکس سرچینه، DHA

د ترکي خبریالانو ټولنې ویلي چې دوه غړي یې وژل شوي. پر خواله رسنیو انځورونو کې لیدل کېږي چې ځینې کسان پر لاره پراته دي.

د ترکیې خبري اژانس د ویجاړ او چوملک شوي امبولانس انځورونه خپاره کړي او شاوخوا یې د ټکر له کبله مات شوي توکي ښکاري.

د بي بي سي ترکي برخې د ترکیې د عدلیې وزیر بکیر بوزداغ له خولې ویلي، تر ټکر څو ګړۍ وروسته اوس لاره پرانیستل شوې ده.

ځینو ترکي سیاستوالو پر انټرنېټ د وژل شویو له خپلوانو سره غمشریکي ښودلې ده.