ترکیه کې موټربم او وسله وال برید مرګ ژوبله اړولې

د عکس سرچینه، AFP
د ترکیې دولتي رسنۍ وايي ازمیر ښار کې پر یوې محکمې یوه موټربم او وسلوال برید کې دوه بریدګر، یو پولیس او یو ملکي کس وژل شوي.
لږ تر لږه د لسو کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.
په عکسونو کې ښکاري چې دوو موټرونو اور اخیستی او یو مړی لیدل کېږي چې ترڅنګ یې وسله پرته ده.
رپوټونه وايي د دریم بریدګر لټون دوام لري.
سره له دې چې معلومه نه ده د برید ترشا د چا لاس دی خو ترکي چارواکي کوردي یاغیانو ته ګوته نیسي.
د ازمیر والي یرول اېیلدېز وايي، یو موټر د ازمیر د محکمې د ودانۍ پر وړاندې ودرېد، پر پولیسو یې ډزې وکړې او تر هغه وروسته موټر وچاوېد.
د چارواکو په وینا بریدګرو سره کلاشینکوفونه او لاسي بمونه ول.

د عکس سرچینه، Reuters
تېره اوونۍ استانبول کې د شپې پر کلب د برید په تړاو ازمیر کې یو شمېر کسان نیول شوي، خو نه دي ویل شوي چې پر محکمې برید دې له هغو سره تړاو ولري.
د لومړي وزیر مرستیال ویسي کېنک ویلي دوی د وسله وال بریدګر د نیولو هڅو کې پرمختګ کړی او وايي کېدی شي په قوم یوغور وي.
اسلامي دولت ډلې د استانبول پر "شپه کلب" د برید پړه ومنله او په یوه اعلامیه کې يې جزییات ورکړي ول.
د تېرکال اګست میاشت کې ترکیې د اسلامي دولت نومې ډلې او کوردي ځواکونو پر ضد سوریه کې پوځي عملیات پیل کړل.
تر هغه وروسته د ترکیې یو شمېر لوی ښارونه د داعش او کوردي وسله والو له خوا تر بریدونو لاندې راغلي دي.









