سوریه کې د دولت او مخالفینو ترمنځ سراسري اوربند پیل شوی

دا هوکړه د روسیې، ترکیې او ایران د مذاکراتو په پایله کې ترلاسه شوې، خو ترکیه وایي د هوکړې پلې کېدو په تضمین کې د ایران رول مشخص نه دی

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، دا هوکړه د روسیې، ترکیې او ایران د مذاکراتو په پایله کې ترلاسه شوې، خو ترکیه وایي د هوکړې پلې کېدو په تضمین کې د ایران رول مشخص نه دی

د سوریې دولت او مخالفو اورپکو ډلو ترمنځ سراسري اوربند پیل شوی دی.

د سوریې پوځ وایي؛ د جمعې ورځې (دسمبر ۳۰مه) له لومړۍ دقیقې یې دا هوکړه پلې کړې ده.

ورته وخت کې د سوریې په ختیځ کې د حما په څېر یو شمېر سیمو کې د دولتي ځواکونو او اورپکو ترمنځ د تیت او پرک جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.

اسلامي دولت (داعش) نومې ډله او د شام فتحې جبهه (پخوانۍ نصرت جبهه) اوربند کې شامل نه دي. دا هوکړه د روسیې، ترکیې او ایران ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې لاسته راغلې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي؛ روسیه او ترکیه ددې هوکړه اجرا کېدل تضمینوي، خو په هوکړه کې د ایران رول مشخص نه دی.

هغه وویل؛ بهرنۍ ډلې لکه د لبنان حزب الله باید له سوریې ووځي، احتمالا دې دریځ سره ایران مخالفت دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ ددې هوکړې ترلاسه کېدو خبر ورکړ.

هغه وویل: "درې سندونه لاسلیک شوي. لومړی سند د سوریې عربي جمهوریت په خاوره کې د اوربند په تړاو د سوریې دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ. دویم سند د اوربند ساتنې لپاره د لازمو تدابیرو او ګامونو په اړه دی."

ښاغلي پوتین زیاته کړه: "درېیم سند هم په سوریه کې د سولې لپاره خبرو اترو ته د چمتووالي بیانیه ده."

د سوریې ملي ایتلاف چې له ځینو مخالفو ډلو جوړه جبهه ده، د روسیې او ترکیې په منځګړتوب د هوکړې لاسلیکېدل تایید کړي دي.

ددغه ایتلاف ویاند احمد رمضان فرانس پرس ته ویلي؛ ایتلاف "له اوربند نه ملاتړ کوي او له ټولو غاړو غواړي ورته ژمن واوسي."

د ښاغلي رمضان په وینا، دوو پياوړو ډلو احرار شام او جیش اسلام هم هوکړه لاسلیک کړې ده. د سوریې آزاد پوځ هم ددې هوکړې لاسلیکول منلي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له خپل روسي سیال سره په ټېلفوني اړیکه کې سوریه کې د اوربند له هوکړې هرکلی کړی دی.

روسیه وایي؛ "سوریه کې نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزې" ته دوام ورکوي، خو په دې هېواد کې خپل پوځي حضور کموي.

د روسیې چارواکو همداراز هیله ښوولې چې د امریکا راتلونکی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې هوکړې ملاتړ وکړي.