کردۍ وسله والې ډلې د ترکيې پر فضايي شرکت د بريد پړه منلې ده

social media

د عکس سرچینه، social media

د کردانو یوې وسله والې ډلې ویلي، چې د ترکیې پلازمېنې انقرې ته څېرمه د یوه دولتي دفاعي تولیدي شرکت پر مرکز د برید مسوولیت مني.

دې برید کې پنځه کسان وژل شوي دي.

د کردستان د کارګرانو ګوند پي کې کې (PKK) وايي، د چهارشنبې په ورځ یې د ترکیې د فضايي صنعت شرکت (TAI) په نښه کړ ځکه هالته تولید شويو وسلو د ښځو او ماشومانو په ګډون "زرګونه" کردان وژلي دي.

ټي اې ای (TAI) شرکت د ترکیې پوځ لپاره اېف-۱۶ جنګي الوتکي جوړوي.

د کردانو بېلتونپالې یادې وسله والې ډلې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، دا برید چې ۲۲ کسان یې ټپیان کړي هم دي ډېر پخوا پلان شوی و.

ظاهرا داسې ښکاري، چې دا برید د پي کې کې او ترکیې حکومت ترمنځ د اړیکو ښه کېدو اوازو ګډوډولو هڅه ده.

له دې مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې انقرې ته نژدې د دغه هېواد د فضايي صنعت پر یوې فابریکې د وسله والو برید کې لږترلږه پنځه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا برید "وحشیانه عمل" بللی و.

د امنیتي کامرو په وسیله له اخیستل شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې لږترلږه دوه وسله وال د ترکیې د فضايي صنعت د فابریکې دخولي دروازه کې یوخوا بلې خوا ډزې کوي.

ترکي چارواکو پر رسنيو د بريد د جزئياتو د خپرولو بنديز لګولی.

MSB

د عکس سرچینه، MSB

په ترکيه کې د راډيو او تلويزيون د عالي شورا مشر ابو بکر شاهين ترکي رسنيو ته د پېښې په تړاو د ټولو انځورونو د ليرې کولو خبرداری ورکړی دی.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي "څوک چې بندیز نه مني سخته سزا به ورکړل شي."

نوموړي د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو هم وغوښتل هغه عکسونه شریک نه کړي چې د ده په وینا، "د ترهګریز هدف لپاره کارول کېږي."

له دې مخکې د ترکیې حکومت ویلي و، چې پي کې کې د چهارشنبې برید ترسره کړی او دې پېښې عاملین یې علي اوریک او ماین سیوجن السیسیک یاد کړي وو او د یادې ډلې غړي یې ګڼلي وو.

له دې خبر وروسته یې په عراق او سوریه کې د پي کې کې په مرکزونو لسګونه هوایي بریدونه وکړل.

ترکیه وايي، په بریدونو کې یې ۵۹ "ترهګر" وژلي دي خو د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ویلي، چې په وژل شویو کې د ماشومانو په ګډون ۱۲ ملکي وګړي دي.

همدارنګه د ترکیې د دفاع وزارت ویلي دي، چې په دې عملیاتو کې يې د پي کې کې ډېر وسله‌وال وژل شوي دي.

د کردستان د کارګرانو ګوند پي کې کې په ترکیه، متحده ایالاتو او بریتانیا کې د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.

دا ګوند له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د کرد لږکیو حقونو لپاره د ترکیې حکومت پر وړاندې جنګېږي.