کردۍ ډلې 'پيکېکې' له ترکیې سره اوربند اعلان کړ

- Author, ډېوېډ مرسر
- دنده, بيبيسي نيوز
وروسته له هغه چې د کردستان د کارګرانو ګوند 'پيکېکې' ناقانونه ګڼل شوې ډلې بندي مشر عبدالله اوجالان خپلو وسلهوالو ته د وسلو اېښودو او د دغه ډلې د منحلولو غوښتنه وکړه، له ترکیې سره یې اوربند اعلان کړی.
د شنبې پر ورځ، په یوه بیان کې 'پيکېکې' وویل، هیله لري ترکیه ښاغلی اوجالان خوشی کړي. هغه له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ترکیې د اسیايي او اروپايي برخو ترمنځ د مرمرې سیند د یوه کوچني ټاپو 'اېمرالي' په زندان کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د بند شپې سبا کوي.
دا تازه اعلان روانه اونۍ د هغه له دې غوښتنې وروسته شوی چې موخه یې د ترکیې په سوېل ختیځ کې د خپلې هغې څلور لسیزې وسلهوالې مبارزې پای ته رسول دي چې لسګونه زره خلک پکې ووژل شول.
اوجالان دا اعلان څو میاشتې وروسته له هغه وکړ چې د ترکیې د 'ملتپال غورځنګ ګوند' مشر او د ترکیې د حکومت متحد دولت باچلي د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه نوې هڅه پیل کړه.
اوجالان، چې د کرد ملتپالو لخوا په "آپو" نامه یادېږي، دا اونۍ د استانبول سوېل لوېدیځ مرمره سمندر په امرالي ټاپو کې- چېرې چې هغه بندي دی، د کردي ډلې له ملاتړو پارلماني غړو سره وکتل.
د 'پيکېکې' او 'اېاېناېف' ملاتړي خبري اژانس له خوا د شنبې پر ورځ د 'پيکېکې' اجراییوي کمېتې له قوله په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "د دې لپاره چې د مشر اپو د سولې او دیموکراتیکې ټولنې د غوښتنې پلي کولو لاره پرانیزو، موږ نن د اوربند اعلان کوو".

د عکس سرچینه، BBCDem Party
اعلامیه زیاتوي: "زموږ هېڅ کوم ځواکونه به تر هغه پوځي عمل ونه کړي چې برید نه وي پرې شوی".
'پيکېکې' چې د کردستان د کارګرانو ګوند په مانا دی، وویل اوجالان ته د بند شرایط باید اسانه شي او زیاتوي چې هغه "باید په فزیکي ازادۍ ژوند او کار وکړي او د خپلو ملګرو په ګډون له هر چا سره چې غواړي، پرته له کوم خنډه اړیکه ونیولی شي."
دغه ګوند په ۱۹۸۴ کال کې د ترکیې په سوېل ختیځ کې د کردانو یوه خپلواک هېواد رامنځته کولو په موخه د بېلتون غوښتنې وسلهواله مبارزه پیل کړه. کردان د ترکې د ۸۵ میلیونو وګړو شاوخوا ۲۰٪ جوړوي. اروپايي تولنې، بریتانیا او امریکا دغه ډله د ترهګرو ډلو په نوملړ کې راوستې ده.
د اوجالان له خوا د 'پيکېکې' له غړو د وسلو پر ځمکه اېښودو غوښتنه په یوه لیک کې شوې وه چې د دم ګوند غړو احمد ترک او پروین بولدان له خوا په کردۍ او ترکي ژبو لوستل شوی.
هغه وویل "ټولې ډلې باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او 'پيکېکې' باید ځان منحل کړي" او زیاته کړې یې وه چې د هغه تحریک په اصل کې داسې مهال جوړ شو چې د "دیموکراتیکو سیاستونو لارې تړل شوې وې".

د عکس سرچینه، Getty Images
خو اوجالان زیاته کړه، باچلي، چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او نورو سیاسي ګوندونو ملاتړ ورسره دی، د 'پيکېکې' لپاره د وسلو پرېښودو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړې وه.
کردې مشرانو دې پرمختګ ته پراخه هرکلی وښود. سیمهییزو راپورونو ویلي، پر لویو سکرینونو زرګونه کسانو د دې بیان د اورېدو لپاره د دیاربکر او وان ښارونو کې چې زیاتره کرد مېشت دي راټول شوي وو.
خو د کردانو او عامو ترکي ګړو ترمنځ په دې اړه مهمې پوښتنې لا بېځوابه پاتې دي چې راتلونکي ګامونه څه کېدی شي - او هېڅوک نه وو قانع شوي چې هرڅه به بدل شي.
تېره اونۍ، د 'پيکېکې' لوړپوړي قوماندان دوران کالکان وویل د ترکیې واکمن ګوند (عدالت او پراختیا-اېکېپي) د حل لارې په لټه کې نه دی، بلکې د "تسلط، ویجاړۍ او له منځه وړلو" په لټه کې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې له ملاتړ برخمنو ځواکونو په شمال ختیځه سوریه کې د کردانو پرضد خپله مبارزه پراخه کړې ده او تېره میاشت یې د سوریې له نویو مشرانو وغوښتل چې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (اېسياېف) له منځه یوسي.
په وروستیو کلونو کې کرد ملاتړي سیاسي مشران د نیول کېدو او بندیانېدو له سزاګانو سره مخامخ شوي.
د 'پيکېکې' له اورپکۍ پیلېدو راهیسې، له ۴۰,۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ پورې د ترکې سوېل ختیځ کې د دوه نیم کلن اوربند له ماتېدو وروسته تاوتریخوالی ډېر شو.
د تېر کال په اکتوبر میاشت کې PKK د ترکې د هوایي صنایعو (TAI) پر مرکزي دفتر د برید ادعا وکړه چې پنځه کسان په کې وژل شوي.











