د ايران کوردانو تېښته: له پوځي اډې ځانګړی راپور
بي بي سي عربي څانګې د هغې پوځي ډلې اډې ته لار موندلې ده چې کوملا نومېږي او په ایران کې د کوردانو حقونو لپاره مبارزه کوي.
دا اډه د عراق په کوردستان کې ده او تر ډېره ځوان ایراني کوردان ورسره یوځاي کېږي. دا ځوانان له ایران په ډېرو سختو شرایطو کې وځي او ځانونه د کوملا اډې ته رسوي.
کوملا بي بي سي ته وویل چې د ایران پر ضد یې خپله پوځي مبارزه ختمه کړې ده خو د ایران حکومت وايي کوملا یوه ترهګره ډله ده.