واشنګټن پوسټ: "افغانستان کې امریکايي ځواکونه نامعلوم راتلونکی لري"

ورځپاڼه وايي په تېرو ۱۵ کلونو کې د شاوخوا ۸۰۰ ملیارده ډالرو په لګولو سره بیا هم طالبان وسله والو مخالفت ته دوام ورکوي او افغان سرتیري له ستونزو سره مخامخ دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ورځپاڼه وايي په تېرو ۱۵ کلونو کې د شاوخوا ۸۰۰ ملیارده ډالرو په لګولو سره بیا هم طالبان وسله والو مخالفت ته دوام ورکوي او افغان سرتیري له ستونزو سره مخامخ دي.
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي

واشنګټن پوسټ

واشګنټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو د موجودیت په اړه په یوه تفصیلي راپور کې ویلي په افغانستان کې امریکايي ځواکونه نامعلوم راتلونکی لري.

ورځپاڼه وايي په تېرو ۱۵ کلونو کې د شاوخوا ۸۰۰ ملیارده ډالرو په لګولو سره بیا هم طالبان وسله والو مخالفت ته دوام ورکوي او افغان سرتیري له ستونزو سره مخامخ دي.

واشنګټن پوسټ هم د موصل په اړه مطلب او د عراقي سرتیرو انځورونه خپاره کړي. ورځپاڼه وايي امریکا په سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې د مرکز رقه ښار د بیرته نیولو د عملیاتو د ملاتړ په برخه کې زړه ، نازړه ده ځکه ورځپاڼه وايي امریکا له دغې ډلې د رقې ښار له نیولو سره وروسته موده کې ګډوډۍ ته اندیښمنه ده .

ډان

ډاڼ د ښاغلي عزیز په حواله ویلي چې هند په کشمیر کې د کېدونکو ظلمونو پټولو هڅه کوي او د کشمیر دده په وینا داسې یوه مساله چې په نړۍ واله کچه پرې خبرې کیږي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجندا کې هم ځای لري.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ډاڼ د ښاغلي عزیز په حواله ویلي چې هند په کشمیر کې د کېدونکو ظلمونو پټولو هڅه کوي او د کشمیر دده په وینا داسې یوه مساله چې په نړۍ واله کچه پرې خبرې کیږي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجندا کې هم ځای لري.

د پاکستان چاپ ورځپاڼې ډان په بهرنیو چارو کې د دغه هېواد د لومړي وزیر د سلاکار سرتاج عزیز له قوله لیکلي چې هند له اخلاقي پلوه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د خبرو حق نه ورکوي، خو پر نورو د ترهګرو د ملاتړ تورلګوي.

هغه برعکس پر هند تور لګولی چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د عزیز په وینا له دې سترګې نه شي پټېدای.

هغه د هند د لومړي وزیر د هغو څرګندونو په ځواب کې چې ویلي و پاکستان د ترهګرۍ مور ده ویلي هند د بریکس سرمشریزې ګډونوالو او نورو په سترګو ګې خاورې اچوي.

ډاڼ د ښاغلي عزیز په حواله ویلي چې هند په کشمیر کې د کېدونکو ظلمونو پټولو هڅه کوي او د کشمیر دده په وینا داسې یوه مساله چې په نړۍ واله کچه پرې خبرې کیږي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجندا کې هم ځای لري.

انډین ایکسپرېس

د پاکستان او هند ترمنځ د همدې لفظي او مطبوعاتي شخړې په لړ کې هندۍ ورځپاڼۍ انډین ایکسپرېس ویلي د بریکس په غونډه کې هند پر پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله خپل فشار زیات کړی. ورځپاڼه وايي د بریکس سرمشریزې د پای په اعلامیه کې د کشمیر په اړه د هند او چین اختلاف نظر ته اشاره نه ده شوې.

نیویارک ټایمز

عراقي ځواکونو د موصل ښار نیولو ته څو میاشتې چمتووالی نیوه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، عراقي ځواکونو د موصل ښار نیولو ته څو میاشتې چمتووالی نیوه

بلې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د عراق د موصل ښار د بیرته نیولو د عملیاتو په اړه مطلب خپور کړی، ورځپاڼې د هغو عراقي سرتیرو انځورونه خپاره کړي چې درنې وسلې ورسره دي او له اسلامی دولت ډلې د موصل د بیرته نیولو لپاره جګړې ته تیار دي.

ورځپاڼه وايي په تیرو څو ورځوې د موصل اوسیدونکي د خوراکي توکو په زیرمه کولو او د (اسلامي دولت) نومې ډلې وسله والو د سمڅو په کیندلو بوخت دي، تر څو د امریکايي الوتکو له بریدونو ځانونه وساتي.