انډین ټایمز: پاکستان له هند سره جدي خبرې غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
انډین ټایمز
انډین ټایمز ورځپاڼې د پاکستان د نواز شریف هغه خبره راخستې چې ویلي یې دي هېواد یې له هند سره د کشمیر مسلې په اړه د خبرو لپاره تیار دی خو په دې شرط چې هند وغواړي په دې اړه جدي خبرې وکړي. نواز شریف ویلي د کشمیر مسله په سیمه کې د نارامۍ لوی لامل دی.
هغه ټینګار کړی چې هېواد یې په سوله ییزه توګه د کشمیر د لانجې هوارولو ته ژمن دی. نواز شریف چې په اذربایجان کې یې خبرې کولې د هند پر اوړې پوځي مرکز برید کې د پاکستان د لاس لرلو تورونه رد کړل ، هغه وویل هندي چارواکو له بریده شپږ ساعته وروسته دغه تورونه ولګول.
په دغه برید کې ۱۹ هندي سرتیري ووژل شو.
انډیپنډینټ

د عکس سرچینه، AFP
بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ په یوه مطلب کې ویلي چې امریکا حکومت د دغه هېواد له استخباراتي ادارې سي آی اې غوښتي چې د روسیې پر حکومتي ویب پاڼو د برید لپاره چمتو والی ونیسي.
ورځپاڼه وايي دغه غوښتنه وروسته له هغه شوې چې داسې راپورونه تر لاسه شول چې د روسیې حکومت پورې تړلو سایبري برید کوونکي د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ګډوډولو هڅه کړې ده .
ورځپاڼې د سي آی اې د اوسنیو او پخوانیو چاروکو په حواله ویلي چې له دوی غوښتل شوي چې په دې برخه کې بیلابیل احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.
نیوریاک ټایمز

د عکس سرچینه، AFP
نیویاک ټایمز ورځپاڼې په سعودي عربستان کې د دغه هېواد د پاچا سلمان بن عبد العزیز د زوی محمد چې د ولي عهد ولي عهد دی، د رول او په دغه هېواد کې د واک تر لاسه کولو هڅو ته کتنه کړې.
د ورځپاڼې په دغه تحلیلي مطلب کې ویل شوي چې په سعودي کې دننه او له سعودي دباندې ډیر فکر کوي چې محمد بن سلمان غواړي د دغه هېواد راتلونکی پاچا وي. ورځپاڼه زیاتوي چې په تیرو دوه کلونو کې دغه ۳۱ شهزاد د خلکو او چارواکو پام ځانته اړولی، هغه د دولت بودجه کمه کړې او د سپما لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي، تر څو هغه زیان جبیره کړي چې د تیلو د بیو د ټیټیدلو او د یمن په جګړه کې د ښکیلتیا له امله دغه هېواد ته رسیدلی.
اوس محمد بن نایف د سعودي عربستان ولي عهد، او د شاهي کورنۍ د اصولو له مخې باید دی د دغه هېواد راتلونکی پاچا وي.
محمد بن سلمان هڅه کوي د سعودي اقتصادي یواځې پر تیلو تکیه نه وي ، غواړي سعوديانو ته د کار فرصتونه ، ښه تعلیم او ښه روغتیايي خدمات وړاندې شي. هغه د سعودي عربستان لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې یو لرلید هم جوړ کړی.
دیپلوماټ

د عکس سرچینه، Getty Images
دیپلوماټ خپرونې د امریکا او نیوزیلانډ اړیکو په اړه په یوه تحلیلي مطلب کې ویلي چې دغه هېواد د نړۍ په سیاست کې خپل دودیز رول له پام غورځولی او په راتلونکې نومبر میاشت کې به دغه هېواد ته د امریکايي سمندري ځواک یوه بیړۍ واستول شي په دې سره د امریکا او نیوزیلانډ اړیکې لا پراخه او د نیوزیلانډ پر بهرني سیاست به ژور اغیز ولري.
خو خپرونه زیاتوي چې په دې سره به امریکا د نیوزیلانډ په بهرنۍ کړنلاره کې امریکا هغه ځای ونه نشي نیولای چې اوس یې چین لري. نیوزیلانډ ډ اسټرالیا په ګاونډ کې پروت دی.








