"ایا روسیه به د افغانستان جګړه پای ته ورسولی شي؟"

غني او پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډیپلوماټ: "که د مسکو کړو او دا چې ولې د افغانستان په مساله کې لېوالتیا ښيي وکتل شي نو ښايي په افغانستان کې د جګړې د دوام پرتله سیاسي روغه جوړه ډېره د روسیې په ګټه ده"

امریکایۍ ورځپاڼې "وال سټریټ ژورنال" د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا ستراتیژۍ ته کتنه کړې او زیاتوي چې د یوه کال په تېرېدو سره ښکاري د امریکا د دې ستراتیژۍ په اړه یو ډول نظر خو استخباراتي ادارې یې بیا په اړه بل ډول نظر لري.

ورځپاڼه زیاتوي، پوځي چاروکي د دې ستراتیژۍ پایلو ته خوښ دي، خو استخباراتي چارواکي چې اوس همدا ستراتیژۍ د یو کال په تېرېدو سره ارزوي، پایلو ته یې چندان هیلمن نه ښکاري.

وال سټریټ ژورنال د باخبره سرچینو په حواله لیکي، امریکايي چارواکي د افغانستان د جګړې په تړاو سره وېشلي او ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه امنیتي ټیم هڅه کوي په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی ومومي.

"ایا روسیه به وکولی شي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي"؟ دا "ډيپلوماټ" مجلې د یوه تحلیلي مطلب سرلیک دی چې د افغانستان په چارو کې د روسیې رول ته په کې کتنه شوې ده.

د مطلب لیکوال په دې نظر دی که څه هم په افغانستان کې د روسیې رول ته د سولې بهیر پر وړاندې د یوه خنډ په سترګه کتل شوي، خو که د مسکو کړو او دا چې ولې د افغانستان په مساله کې لېوالتیا ښيي وکتل شي نو ښايي په افغانستان کې د جګړې د دوام پرتله سیاسي روغه جوړه ډېره د روسیې په ګټه ده.

د ډیپلوماټ مجلې ددې مطلب لیکوال په وینا، که د روسیې دې موخو ته پام وشي چې غواړي په افغانستان کې دداعش ډله کمزورې کړل شي، د نشه یي توکو مخه ونیول شي او طالبان په سیاسي بهیر کې راګډ کړل شي، نو ښکاري چې دې موخو ته رسېدو کې ښايي افغانستان کې د روانې جګړې په پای ته رسولو کې برخه واخلي او په دې سره به په راتلونکو څو میاشتو کې د خپل مخ په زیاتېدونکي ډیپلوماتیک ځواک په کارولو سره خپل امنیت خوندي او په نړیوال ډګر ځان مطرح کړي.

د دې مطلب د لیکوال په نظر، روسیه د سولې په برخه کې د رول لوبولو لپاره هڅه کوي د سخت دریځو او منځلارو طالبانو ترمنځ توپیر وکړي او منځلاري له افغان حکومت سره سیاسي جوړ جاړي وهڅول شي.

"ایکسپریس ټریبیون" ورځپاڼې د پاکستان د مالیې د وزیر اسد عمر هغه خبره راخیستې چې وايي پاکستان د خپلو اقتصادي فعالیتونو د پرمخ بېولو لپاره نهه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

اسد عمر

د عکس سرچینه، Express

د عکس تشریح، اسد عمر: "د پاکستان د مخکني حکومت کمزورۍ پالیسۍ هېواد له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ کړی و"

هغه چې سنا مجلس ته یې وینا کوله مخکنی حکومت پړ وباله او زیاته کړې یې ده چې د مخکني حکومت د کمزورې پالیسۍ له امله پاکستان له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ دی.

پاکستان په دې برخه کې د پيسو له نړیوال صندوقه د پيسو غوښتنه کړې ده، خو امریکا یې مخالفت کړی.

پاکستان د چین ډېر پوروړی دي. چین په پام کې لري لسګونه میلیارده ډالره پر یوه کمربند او یوې لارې پروژې ولګوي چې یوه مهمه څانګه یې له پاکستانه تېرېږي.