تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"ایا روسیه به د افغانستان جګړه پای ته ورسولی شي؟"
امریکایۍ ورځپاڼې "وال سټریټ ژورنال" د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا ستراتیژۍ ته کتنه کړې او زیاتوي چې د یوه کال په تېرېدو سره ښکاري د امریکا د دې ستراتیژۍ په اړه یو ډول نظر خو استخباراتي ادارې یې بیا په اړه بل ډول نظر لري.
ورځپاڼه زیاتوي، پوځي چاروکي د دې ستراتیژۍ پایلو ته خوښ دي، خو استخباراتي چارواکي چې اوس همدا ستراتیژۍ د یو کال په تېرېدو سره ارزوي، پایلو ته یې چندان هیلمن نه ښکاري.
وال سټریټ ژورنال د باخبره سرچینو په حواله لیکي، امریکايي چارواکي د افغانستان د جګړې په تړاو سره وېشلي او ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه امنیتي ټیم هڅه کوي په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی ومومي.
"ایا روسیه به وکولی شي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي"؟ دا "ډيپلوماټ" مجلې د یوه تحلیلي مطلب سرلیک دی چې د افغانستان په چارو کې د روسیې رول ته په کې کتنه شوې ده.
د مطلب لیکوال په دې نظر دی که څه هم په افغانستان کې د روسیې رول ته د سولې بهیر پر وړاندې د یوه خنډ په سترګه کتل شوي، خو که د مسکو کړو او دا چې ولې د افغانستان په مساله کې لېوالتیا ښيي وکتل شي نو ښايي په افغانستان کې د جګړې د دوام پرتله سیاسي روغه جوړه ډېره د روسیې په ګټه ده.
د ډیپلوماټ مجلې ددې مطلب لیکوال په وینا، که د روسیې دې موخو ته پام وشي چې غواړي په افغانستان کې دداعش ډله کمزورې کړل شي، د نشه یي توکو مخه ونیول شي او طالبان په سیاسي بهیر کې راګډ کړل شي، نو ښکاري چې دې موخو ته رسېدو کې ښايي افغانستان کې د روانې جګړې په پای ته رسولو کې برخه واخلي او په دې سره به په راتلونکو څو میاشتو کې د خپل مخ په زیاتېدونکي ډیپلوماتیک ځواک په کارولو سره خپل امنیت خوندي او په نړیوال ډګر ځان مطرح کړي.
د دې مطلب د لیکوال په نظر، روسیه د سولې په برخه کې د رول لوبولو لپاره هڅه کوي د سخت دریځو او منځلارو طالبانو ترمنځ توپیر وکړي او منځلاري له افغان حکومت سره سیاسي جوړ جاړي وهڅول شي.
"ایکسپریس ټریبیون" ورځپاڼې د پاکستان د مالیې د وزیر اسد عمر هغه خبره راخیستې چې وايي پاکستان د خپلو اقتصادي فعالیتونو د پرمخ بېولو لپاره نهه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
هغه چې سنا مجلس ته یې وینا کوله مخکنی حکومت پړ وباله او زیاته کړې یې ده چې د مخکني حکومت د کمزورې پالیسۍ له امله پاکستان له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ دی.
پاکستان په دې برخه کې د پيسو له نړیوال صندوقه د پيسو غوښتنه کړې ده، خو امریکا یې مخالفت کړی.
پاکستان د چین ډېر پوروړی دي. چین په پام کې لري لسګونه میلیارده ډالره پر یوه کمربند او یوې لارې پروژې ولګوي چې یوه مهمه څانګه یې له پاکستانه تېرېږي.