د سي اېن اېن رپوټ ته د ایران غبرګون: "امریکا دې له افغانستانه ووځي"

ایران

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، ایراني چارواکي وايي، امریکا افغانستان کې پخپله جوړه جبه کې ایساره ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دې خبر غبرګون کې- چې تهران په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړې- وايي "امریکا د نورو د ملامتولو په ځای باید مسولانه عمل وکړي او افغانستان کې خپل ناورین زېږونکی شتون ژر پای ته ورسوي."

د ایرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې، ښاغلي خطیب زاده د سي اېن اېن خبري چینل د خبر غبرګون کې دا څرګندونې کړې دي.

دې چینل څو ورځې مخکې وویل، سندونه ښيي چې ایران افغانستان کې د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو د وژلو لپاره طالب وسلوالو ته پیسې ور کړې او د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پر پخواني مشر قاسم سلیماني د برید یو دلیل هم د ایران او طالبانو اړیکه ده.

میاشت مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم ولیکل چې د روسیې پوځ کې یوې ډلې هم له طالبانو سره ژمنه کړې وه چې افغانستان کې د هر امریکايي پوځي د وژلو بدل کې نغدې پیسې ور کوي.

روسیې او وسلوالو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، "امریکا افغانستان کې پخپله جوړه جبه کې ایساره ده او له خپل وطن زرګونه کیلومتره لېرې د امریکايي ځواکونو وینې د سپینې ماڼۍ د ناسمو واکمنانو له امله تویېږي. د افغانستان بې ګنا خلکو ته هم له وینې بهېدلو او کلونو کلونو جنګ پرته بله نتیجه نه لري."

ښاغلی خطیب زاده دا هم وايي، "د امریکا حکومت افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو کورنیو ته کوم ځواب نه لري، ځکه افغانستان کې پر خپلو ناسمو محاسبو برغولي اېښودو لپاره رسنۍ کاروي."

امریکا

د عکس سرچینه، US FORCE IN AFGHANISTAN

د عکس تشریح، پر روسیې هم تور دی چې د امریکایانو وژلو ته یې طالبانو ته پیسې ور کړې

نوموړي له امریکا وغوښتل چې "د نورو د ملامتولو په ځای مسوولانه عمل وکړي او ژر تر ژره افغانستان کې خپل ناورین زېږ (ناورین زېږوونکی) حضور ختم کړي."

د سي اېن اېن رپوټ کې دا هم راغلي چې د امریکا استخباراتي ادارو پر امریکايي ځواکونو د وسلوالو د تېر کال یوازې شپږو بریدونو کې د دې پیسو د ورکړې بهیر ارزولی دی.

د سي اېن اېن رپوټ کې پر بګرام هوايي اډه د طالبانو د تېر کال برید هم یاد شوی چې پکې وسلوالو دې اډې ته نږدې په یوه پرچاو روغتيايي مرکز کې سنګر نیولی و، خو هوايي برید کې ووژل شول.

دې برید کې د دوو ولسي وګړو پر وژل کېدو سربېره د څلورو امریکایانو په ګډون اویا کسان ټپي شول.