امریکا: که روسان طالبانو ته د امریکایانو د وژلو لپاره پيسې ورکوي نو لویه بیه به پرې کړي

پمپیو

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، که روسیه طالبانو ته د امریکایانو د وژلو لپاره پیسې ورکوي نو لویه بیه به پرې کړي.

ښاغلي پمپیو په دې اړه د ازادې اروپا راډیو له انګلیسي څانګې سره مرکه کې ویلي چې دا خبره یې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ته مخامخ هم کړې ده او د امریکا پوځي چارواکي په دې اړه له لوړ پوړو روسي چارواکو سره غږېدلي دي.

مایک پمپیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د روسیې له خوا طالبانو ته د امریکایانو د وژلو لپاره د پیسو ورکولو رپوټونه څومره د باور وړ دي ؟ وویل چې تاریخ مالوم دی:

"پوهیږو چې روسیې طالبانو ته پخوا وسلې ورکړې . موږ پوهیږو چې ایرانیان همدا نن طالبانو ته وسلې ورکوي، نو دا واقعیتونه مالوم دي. موږ دوی دواړو ته د خپلو توقعاتو په اړه ویلي . موږ به د امریکايي ، چکي او د غوڅ ملاتړ ماموریت د نورو سرتیرو د خوندي ساتلو لپاره هر هغه څه وکړو چې اړتیا یې وي."

څه موده وړاندې امریکايي رسنیو د استخباراتي سرچینو په حواله داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګواکې روسیې طالبانو ته پیسې ورکړې چې په افغانستان کې امریکایي سرتیري ووژني.

روسیې او طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

ایران هم د طالبانو مالي ملاتړ او دغې ډلې ته د وسلو ورکولو ادعاوې رد کړې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې له طالبانو سره د روسیې د مالي مرستې خبره کیږي.

طالبان
د عکس تشریح، طالبان او روسیه د امریکایي چارواکو ادعاوې ردوي.

په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو پخواني قوماندان جنرال جان نیکلسن بي بي سي ته ویلي وو چې د افغان طالبانو لپاره روسۍ وسلې د تاجکستان له پولو قاچاقېږي.

نوموړي پر روسیې تور لګولی و چې په افغانستان کې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې وسله والو شمېر قصدا ډېر ښيي چې "د طالبانو فعاليتونو ته جواز پيدا کړي او له طالبانو سره يو ډول مرسته وکړي".

خو د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې طالبانو له دوی د مالي مرستې غوښتنه کړې خو روسیې نه ده منلې .

هغه په مسکو کې یوې خبرې غونډې ته ویلي و، روسیه د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکي پالي خو مسکو د ده په وینا تل دوی ته ویلي چې "وبښئ پیسې نه لرو".