کابلوف: امریکایان د کندهار او بګرام له هوایي ډګرونو د مخدره توکو قاچاق کوي

ضمیر کابلوف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ضمیر کابلوف وایي، امریکایان د کندهار او بګرام له هوایي ډګرونو هر څه چې وغواړي جرمني او رومانیا ته قاچاق کوي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، د امریکایي استخبارتو هغه افسران چې پر روسیې له طالبانو سره د اړیکو پاللو تور لګوي، په اصل کې پخپله له افغانستانه د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېل دي.

ضمیر کابلو د تاس روسي خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، د امریکایي استخباراتو افسران له کندهار او بګرام هوایي ډګرونو هر څه چې وغواړي، جرمني او رومانیا ته لېږدوي.

ښاغلی کابلوف وایي، پر دې موضوع ټول خلک خبر دي او د کابل هر اوسېدونکی یې ټوله کیسه کولی شي.

څو ورځې وړاندې یو شمېر امریکایي رسنیو تور ولګاوه چې د روسیې پوځي استخباراتو په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته جایزې ټاکلې وې.

په دغو رپوټونو کې ادعا شوې ده چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تېره مارچ میاشت کې پر دې موضوع خبر کړل شو، خو هغه یې په اړه هېڅ ګام وانخیست.

خو ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا تورونه رد کړي او وایي، په دې اړه هېڅ حال نه و ورکړل شوی.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي، په دې تړاو استخباراتي مالومات دومره کره نه وو چې ولسمشر ټرمپ ته وړاندې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د کرېملېن وایي هم دا رپوټونه رد کړي وو.

پخپله طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دا رپوټونه د دوښمن تبلیغات دي.

د روسیې او طالبانو اړیکې:

طالبان
د عکس تشریح، روسیې په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د ترهګرې ډلې په توګه نومولي وو، خو اوس ورسره اړیکې پالي

په وروستیو کلونو کې د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکې فعاله شوې دي او مسکو اوس د تېرو کلونو پرتله د افغانستان په چارو کې ډېره لېوالتیا ښيي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي په وروستیو کې څو څو ځله روسیې ته تللي او هلته یې د افغان سولې په اړه بېلابېلو ناستو کې ګډون کړی دی.

روسیه ظاهراً د افغان سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو په اوږد مهال کې نه غواړي چې امریکا دې په افغانستان کې پاتې شي.

روسیه په سیمه کې د سخت دریځو اسلامپالو ډلو له کبله هم اندېښنه لري او فکر کوي چې طالبانو د دې ډلو پر ضد د مسکو لپاره یو سپر کېدلی شي.

د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، طالبانو ورنه د مالي مرستې غوښتنه کړې ده، خو مسکو بښنه ترې غوښتې او دې ډلې ته یې ویلي چې مالي مرستې لپاره پیسې نلري.

یاده دې وي چې د روسیې سترې محکمې په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه نومولي وو.

اوس روسیه وایي، که چېرې طالبان له افغان حکومت سره رغنده او جدي خبرو ته چمتو شو روسیه به یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېسته د نوم لېرې کېدو سره مخالفت ونکړي.