"ایران طالبانو ته د امریکایي سرتیرو د وژلو لپاره جایزې ورکړې دي"

طالبان ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا وايي ایران اوس هم طالبانو ته پیسې ورکوي

امریکايي تلویزیوني شبکې سي اېن اېن د دغه هېواد د استخباراتي ادارې سي آی اې په حواله رپوټ ورکړی چې داسې شواهد شته چې ښيي ایران طالبانو په افغانستان کې پر امریکايی او نورو بهرنیو سرتیرو د بریدونو په بدل کې انعامونه ورکړي دي.

دې شبکې په خپل رپوټ کې ویلي چې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون داسې یو سند تر لاسه کړی چې په هغه کې ښودل شوي چې دا جایزې د یوه بهرني حکومت له خوا حقاني شبکې ته پر بګرام هوايي ډګر د برید په بدل کې ورکړل شوې دي.

د دې بهرني هېواد نوم پټ ساتل شوی خو سی اېن اېن وايي لږ تر لږه دوه سرچینو ورته ویلي چې ایران طالبانو ته دا جایزې ورکړې دي.

سی اېن اېن وايي چې دا هغه برید و چې د تېرې دسمبر میاشتې پر ۱۱ نېټه پر بګرام هوايي ډګر چې په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه اډه ده، شوی و.

په دې برید کې دوه ملکیي وګړي وژل شوي وو او څه باندې ۷۰ نور ټپیان شوي وو چې څلور یې امریکایان وو.

پر بګرام هوايي اډه له بریده له یوې میاشتې لږه موده وروسته امریکايي ځواکونو په عراق کې د ایران د قدس ځواک مشر جنرال قاسم سلیماني وواژه.

خو د څو ادارو له خوا د اروزنې په پایله کې وپتیل شوه چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د ملاتړ په بدل کې دې د ایران په وړاندې له کوم مشخص ګام اخستلو ډډه وشي.

سي اېن اېن وايي چې دا پرېکړه په مارچ میاشت کې د دې لپاره وشوه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بهیر زیانمن نه شي.

د افغانستان او امریکا د دفاع وزراتونو غبرګونونه

د امریکا دفاع وزارت ویاند په دې اړه د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د استخباراتي رپوټونو ارزونه نه په ډاګه کوي خو " امریکا له ایرانه څو ځله په ښکاره او په غیر علني توګه غوښتي چې په منځني ختیځ او نړۍ کې ناسم او ترینګلتیا رامنځته کوونکی چلن بند کړي".

هغه ویلي امریکا او ناټو غواړي چې د ۱۹ کلونو وینه تویېدنه پای ته ورسوي خو ایران غواړي له طالبانو سره د سولې روان بهیر کمزوری کړي او تاوتریخوالی او بې ثباتي دوام وکړي.

خو د افغانستان دفاع وزارت یوې سرچینې ویلي چې د سی ان ان په دې رپوټ د شویو ادعاوو په اړه څېړنه کیږي.

" د افغانستان بهرنۍ کړنلاره او اصلي دریځ په دې اصل بنا ده چې موږ د نړۍ د لویو هېوادونو، ګاونډیانو او د ستراتیژیکو ملګرو ګټو ته زمینه برابروو او د دې ګټو له یو ځای کېدو د افغانستان امنیت او ثبات لپاره کار واخستل شي. موږ د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت په توګه اړتیا لرو چې په دې برخه کې څېړنې وکړو".

ایران: طالبانو ته وسلې نه ورکوو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوی ویاند سعید خطیب زاده

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوی ویاند سعید خطیب زاده

بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دا څرګندونې بې "بنسټه تورونه" بولي، چې ایران افغان طالبانو ته وسله ور کوي. د نوموړي په خبره، د مایک پمپیو وروستۍ څرګندونې "له داعش سره د واشنګټن له مرستو د افغان عامه فکرونو د غړولو لپاره هڅې بولي. "

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دا څرګندونې بې "بنسټه تورونه" بولي، چې ایران افغان طالبانو ته وسله ور کوي.

د ایرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې، ښاغلی خطیب زاده وایي: "څه چې اوس افغانستان کې روان دي، هغه د امریکا لاسوهنه او جنګ غوښتنه ده."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د مایک پمپیو وروستۍ څرګندونې "له داعش سره د واشنګټن له مرستو د افغان عامه فکرونو د غړولو لپاره هڅې بولي. "

د هغه په خبره، امریکا افغانستان کې د ناټو د هوايي پوښښ حریم کې له داعش سره د مرستو لپاره د چورلکو د هوویت په هکله د عامه فکرونو غښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

ښاغلي خطیب زاده همدا راز ویلي، په افغانستان کې چې نن کوم وضعیت دی دا د امریکا د ناسمو سیاستونو او تګلارو پایله ده.

مایک پمپیو څه ویلي وو؟

پومپیو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي پومپیو تور لګولی چې ایران طالبانو سره پوځي مرسته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې چک جمهویت ته د تګ بهیر کې ازادي راډیو ته وویل، ایران اوس هم افغان طالبانو ته وسله ور کوي:

"تر هغه چې افغانستان کې امریکايي ځواکونه وي، امریکا به یې د خوندیتوب هڅې وکړي. "

د دغه امریکايي چارواکي په خبره، دوی پوهېږي چې افغانستان کې وسلوال مخالفان سیمه ییز ملاتړ لري:

"موږ ډاګیزه کړې، موږ له تاریخ خبر یو، موږ پوهېږو چې تېر کې هم روسیې طالبانو ته وسلې ورکولې. موږ پوهېږو چې ایران تراوسه طالبان وسلوالوي. موږ په دې واقعیت پوهېږو. موږ هر یوه ته خپل نیت ډاګیز کړی دی. "

له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني لوی مشر محمد معصوم ستانکزي هم بي بي سي ته ویلي و، ایران او روسیې په دې پلمه چې طالبان له داعش سره جنګېږي، له دې ډلې سره اړیکي جوړ کړي او ور سره مرسته کوي.

له هغه مخکې د افغانستان د پوځ لوی درستیز هم ویلي و، داسې سندونه لري چې ښيي ایران د افغانستان لوېدیځ کې طالبانو ته وسلې او پوځي تجهیزات ور کوي.

د ایران او طالبانو لیدنې

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو پلاوی ایران ته تللی و او دې ډلې ویل ملا برادر له جواد ظریف سره لیدلي.

سره له دې چې څو ځلې د طالبانو استازي تهران ته تللي دي، خو څه مهال مخکې دې ډلې وویل، د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان د قطر دوحه کې د دې ډلې د سیاسي دفتر له استازو سره ولیدل.

قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین یوه ټوېټ کې لیکلي و، د طالبانو ډلې مرستیال مشر له ښاغلي طاهریان سره ولیدل او د کډوالو او خپلمنځي پولې پر مسلو یې ور سره خبرې وکړې.

د هغه په خبره، دواړه لوري د افغانستان پر روان حالت او د افغانانو خپلمنځي خبرو هم وغږېدل او ملا برادر له ښاغلي طاهریان وغوښتل "چې ایران له افغان کډوالو سره اسلامي چلن وکړي. "

د ایران تسنیم خبري اژانس هم لیکلي و، محمد ابراهیم طاهریان له طالب استازو سره افغانستان کې "د بهرنیو ځواکونو پر لاسوهنه" او اړوند مسلو خبرې وکړې.

وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم وویل، "دا لیدنې افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره د افغانانو خپلمنځي خبرو په تړاو د ایران د سلام مشهورو د هڅو په لاړ کې دي. "