افغان لوی درستیز: ایران طالبانو ته پوځي تجهیزات ورکوي

جنرال یفتلي

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ښاغلی یفتلي زیاتوي چې د سیمې لپاره د امریکا د تازه ستراتیژۍ له اعلام وروسته دوی د پاکستان دریځ کې بدلون ویني.
    • Author, نجما ځلا
    • دنده, بي بي سي - کابل

د افغانستان د وسلوال پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، داسې اسناد لري چې د افغانستان په لویدیځ کې ایران له طالبانو سره د پوځي امکاناتو مرسته کوي.

په افغانستان کې له طالبانو سره د ایران د مرستې په تړا تر دې وړاندې هم رپوټونه خپاره شوي و خو دا لومړی ځل دی چې د پوځ یو جګپوړی مشر ایران له طالبانو سره په مرستې تورنوي.

جنرال یفتلي چې د تاجکستان په دوشنبې کې د سیمې امنیتي مسایلو پر سر د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او چین تر منځ څلور اړخیزې ناستې نه کابل ته ستون شوی وایي، د سیمې لپاره د امریکا نوې امنیتي ستراتیژي د پاکستان دریځ هم بدل کړی دی.

جنرال شریف یفتلي وویل له طالبانو سره د ایران د ملاتړ په هکله اسناد هم لري.

نوموړي زیاته کړه له طالب وسله والو سره یې د ایران د پوځي ملاتړ په اړه اسناد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړي دي او دی هیله لري چې افغان ولسمشر به له خپل ایراني سیال سره پر دې مسلې خبرې کړې وي.

جنرال یفتلي وايي، د تاجکستان په دغې ناسته کې یې د پاکستان له لوی درستیځ جنرال قمر باجوه سره اوږدې خبرې درلودې.

د نوموړي په وینا جنرال باجوه ورسره منلې ده چې ''پاکستان پخوا د طالبانو ملاتړ کاوه خو وروسته له دې به دا هیواد نور وسله والې اورپکې ډلې ځپي او خپله خاوره کې به پټنځایونه نه ورکوي. ''

ښاغلی یفتلي زیاتوي چې د سیمې لپاره د امریکا د تازه ستراتیژۍ له اعلام وروسته دوی د پاکستان دریځ کې بدلون ویني.

د امریکا ولسمشر د دغې ستراتیژي د اعلانولو پر مهال وویل، واشنګټن سره له دې چې له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته وکړه، بیا هم دغه هېواد د ترهګرو پټنځی دی. د هغه په خبره، "امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي".

taliban

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جنرال شریف یفتلي وویل چې له طالبانو نه د ایران د ملاتړ په هلکه اسناد هم لري

پاکستان مخکې هم څو ځله له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړي وې چې په هغه هېواد کې به د مېشتو اورپکو ډلو پر ضد ګام اخلي، خو داسې ښکاری چې تر دې دمه یې نه افغان حکومت او نه یې نړیوال پر خپلې رښتینولۍ قانع کړي دي.