د جو بایډن اداره منځني ختیځ کې له کومو ستونزو سره مخ ده؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, لیزدوست
- دنده, بي بي سي
'ملګرو دا د امتحان وخت دی' دا د تېرې چارشنبې پر ورځ تر لوړې وروسته امریکا ته د ورپېښو ننګونو په اړه د دغه هېواد د نوي ولسمشر جو بایډن د خبرو یوه برخه وه. هغه خپله وینا نړۍ کې د امریکا پر اهمیت پای ته ورسوله.
امریکا ته د ورپېښو ننګونو ستره برخه د منځني ختیځ په ستونزو پورې تړلې ده.
د جو بایډن اداره تر ډېره له هغو خلکو جوړه ده چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې غړي وو.
دغه کسان به اوس په یوه نوې اداره کې پر هغو مسلو کار کوي چې پخوا هم ورسره مخامخ وو.
د دوی تر ټولو ستر کار به د هغو پالیسیو رغول او پر مخ بوول وي چې همدوی جوړې کړې وې، خو د تېرو څلورو کلونو د- موږ د قانون ساتنه کوو- له کبله له پیچلتیا سره مخامخ شوې دي.
له دوی ځینو کسانو ته له حاکم وضعیت سره سره د پرمختګ لارې او فرصت ښکاري.

د عکس سرچینه، Reuters
د ایران او سعودي عربستان ترمنځ په دښمنۍ د یوه کتاب لیکوال او د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي موسیسې غړې کېم ګهیټاس وايي دغه کسان د منځني ختیځ په تړاو د بارک اوباما د ادارې پر تېروتنو ډېر ښه پوه دي.
نوموړې زیاتوي چې دغه کسان ښايي اوس موضوعات بلې خوا ته یوسي ځکه له پخوانیو تېروتنو یې یو څه زده کړي او اوس د سیمې حالات هم تر پخوا ډېر زیات پیچلي او ترینګلي دي.
دې کې شک نشته چې د امریکا د نوې ادارې د بهرنۍ پالیسۍ یوه تر ټولو مهمه برخه به د ایران اړوند وي.
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا په ۲۰۱۵ کال د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ له لاسلیک شوې اټومي هوکړې د وتلو تر یو اړخیز اعلان وروسته دا هوکړه په ډېر نازک تار تړلې ده.
یمن کې خونړۍ جګړه روانه ده او د بارک اوباما ادارې پیل کې له دې کبله د دې جګړې په تړاو د سعودي عربستان ملاتړ وکړ چې ایران سره د اټومي هوکړې له اړخه د ریاض غوسه سړه کړي.
خو ډونلډ ټرمپ د ولسمشر په توګه لومړی بهرنی سفر د ۲۰۱۷ کال مۍ کې سعودي عربستان ته وکړ او له دغه هېواد سره یې د ۱۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت دفاعي برخه کې د امریکا د تاریخ تر ټولو ستر تړون وکړ.
د ښاغلي ټرمپ د ادارې لخوا تر دې وروسته پر ایران د 'حد اکثر فشار' د دوام پالیسۍ له مخې سعودي عربستان سره اړیکي او ملګرتیا لا پاخه شول.
دې پالیسۍ د خلیج د ځینو عربي هېوادونو لخوا اسراییل سره اړیکو ته هم لار هواره کړه.

د عکس سرچینه، Reuters
د سیمې د سیاست څارونکې 'نیوز انلاین ' مجلې مدیر حسن حسن وايي د اوباما اداره کې د شاملو څېړونکو په بیا ځلي فعالېدو سره د دېپلوماسۍ پر برخه کار ته جدي اړتیا ده.
هغه زیاته کړې "عرب دولتونو فکر کاوه چې دوی به د امریکا د لیوالتیا د نشتوالي له کبله د سیمې سیاسي نقشه پخپله بدله کړي.
خو له لیبیا، یمن، ایران او ان کوچني ګاونډي قطر سره له تعاملاتو ورته د خپلو وړتیاوو محدودیت جوت شو.
د نوې ادارې لخوا له پخوانيو دودیزو متحدانو سره د اړیکو د ښه کېدو خبرې کېږي."
د بایډن د ادارې لخوا بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوي انټوني بلېنکن سنا ته د خپلې نوماندۍ او پروګرامونو په اړه د څلور ساعته خبرو یوه برخه کې وویل "دا خورا اړینه ده چې د اسراییل او خلیج هېوادونو په ګډون له خپلو ملګرو او متحدانو سره اړیکي د الوتلو خوا ته یوسو، نه پر ځمکه د پرېوتلو خوا ته".
بلېنکن چې یوه موده د اوباما او بایډن سلاکار پاتې شوی ټینګار لري چې ایران د یوه نوي تړون له مخې سیمه کې "د بې ثباتۍ د پیدا کولو له پالیسیو او د بالېستیک توغندیو د جوړولو له پروګرام راګرځول کېدای شي".
دا دوه داسې مسایل دي چې اروپايي هېوادونه هم ترې اندېښنې لري.
د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړه د نړیوالې دېپلوماسۍ تاریخ کې یوه ستره بریا بلل کېږي او ښايي د جو بایډن اداره یې په بشپړ ډول ردولو ته مخه نه کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د منځنۍ اسیا او شمالي افریقا د پروګرام مرستیال مدیره ایلي جيرنمایا وايي "که د بایډن ادارې لخوا د بهرنۍ پالیسۍ، د اټومي وسلو د کمولو او خزانې کلیدي څوکیو نوماندیو ته نظر وکړئ نو درته مالومه به شي چې په هغوی کې ډېر داسې کسان دي چې په اټومي مذاکراتو او له ایران سره پر هوکړې چار او غور کې ښکیل پاتې شوې دي".
هغې زیاته کړې "د بایډن او ایراني مشرانو ترمنځ یو شریک ټکی دا دی چې دواړه خواوې پر دغه تړون بشپړ عمل غواړي او اړتیا ده چې دوی ژر تر ژره دې برخه کې یوه کړنلاره جوړه کړي. په دې برخه کې د یوه ځانګړي استازي په ګومارل کېدو هم غور روان دی."
له کله چې واشنګټن په یو اړخیز ډول له اټومي هوکړې وتلی، ایران کرار کرار د خپل اټومي پروګرام د محدود ساتلو له ژمنو شاته کېږي.
ایران په دې لړ کې تازه تر ۲۰ سلنې د یورانیمو د بډاینې د لوړولو اعلان کړی خو دا چاره یې امریکا او اروپايي هېوادونو سره د ترینګلتیا د ډېرېدو لامل شوې ده.
ایراني مشرانو څو ځله ویلي که امریکا بېرته دغه تړون ته پر ژمنتیا عمل پیل کړي نو دوی به هم د هوکړې ټولو شرایطو ته ژمن پاتې شي.
خو د تېرو څلورو کلونو لوړو ژورو شکونه او درزونه پراخ کړي او اوس ایران کې لویدیځ سره د معاملو مخالفت پیاوړی شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا نوې اداره به هم په دې لار د ګام اخیستلو لپاره په کور دننه ځواب ویلو ته اړه وي، ځکه د امریکا کانګرس چې د بهرنۍ پالیسۍ ډېر باتجربه لوبغاړي پکې راټول شوي، لا وړاندې داسې ښودلې چې بهرنۍ پالیسۍ کې د ډېرې ښکېلتیا هوډ لري.
د دې مطلب دا دی چې امریکا به ایران سره د هوکړې د هرې برخې، د یمن جګړه کې د سعودي عربستان سره د ملاتړ پای ته رسولو، د اسراییلو او عربوترمنځ د اړیکو، سعودي عربستان کې د بشري حقونو وضعیت او د فعالانو د بندي کېدو او دغه راز د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژلو په ګډون د منځني ختیځ د هر څه په تړاو ویلو ته یو څه ولري.
کله چې د جو بایډن لخوا د استخباراتو د ملي ادارې مشرۍ ته له نومول شوې ایورېل هاېنز څخه سنا ته د پروګرامونو د وړاندې کولو غونډه کې پوښتنه وشوه چې ایا دا به د مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دورې ناقانونۍ پای ته ورسوي او کانګرس سره به په ۲۰۱۸ کال استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژنې په تړاو پټ رپوټ شریک کړي - نو نوموړې ځواب ورکړ: "سناتورانو هو! بالکل - موږ به پر قانون عمل وکړو".
د پټو سرچینو په حواله، د امریکا مرکزي استخباراتو ادارې 'سي ای اې' دا په بشپړ باور ویلي چې د دې وژنې حکم د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان کړی دی، خو محمد بن سلمان دا ادعا رد کړې ده.
د کړکیچ نړیوالې ډلې څېړونکی پیتر سالسبري وايي که امریکا امن غواړي نو اړتیا ده چې دېپلوماسۍ کې ډېره ښکیله پاتې شي.
خو دېپلوماسي په ځانګړې توګه له دې کبله له ستونزو سره هم مخامخېدای شي چې د بایډن ادارې بشري حقوق په خپلو لومړیتوبونو کې شامل کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا لومړیتوب خبرې هر ځای ستونزمنولی شي - که هغه ریاض سره وي، که تهران، قاهرې او یا بل چا سره.
د ټرمپ ادارې د "ابراهیم هوکړو" یا (ابراهم اکورډز) هم - چې له مخې یې څو عرب دولتونو اسراییل سره عادي دېپلوماتیک اړیکي جوړ کړل، تعریفېږي.
د بایډن ادارې د بهرنیو چارو وزارت نوماند بلېنکن ویلي چې دوی به دغو تړونونو کې ځینې شوې ژمنې بیا له پامه تېرې کړي.
په دې کې پر متحده عرب اماراتو د پرمختللو جنګي الوتکو او وسلو له پلور رانیولې د مراکش د لویدیزې بېدیا پر لانجمنه سیمه د کورواکۍ تر منلو پورې بېلابېلې ژمنې شاملې دي.
د کېم ګهیټاس په وینا "د دې هر څه ترسره کول به ستونزمن وي. خو دا امریکا ته یو فرصت دی چې نړۍ کې د خپل نقش په اړه فکر وکړي او د منځني ختیځ په اړه هم نوې فکر رامخ ته کړي."










