د حوثیانو په بریدونو پسې ایران ته سعودي خبرداری ور کړ

د عکس سرچینه، Reuters
پر سعودي عربستان د یمن د حوثي وسلوالو په توغندیزو بریدونو پسې یو سعودي چارواکی وايي، ممکن ایران ته پوځي ځواب ور کړي.
په یمن کې د سعودي په مشرۍ عرب ټلوالې ویاند په ریاض کې خبرغونډې ته وویل، په مناسب وخت او ځای کې ایران ته د ځواب ور کولو حق لري.
جنرال ترکي ملکي پر سعودي عربستان د حوثیانو د یکشنبې ورځې بریدونه د جګړې د سختولو خطرناک ډول وباله.
سعودي چارواکي وايي، له یمن د حوثیانو اوه توغول شوي توغندي یې شنډ کړل.
د دوی په خبره، درې توغندي ریاض ته توغول شوي چې د دغه ښار څنډو کې یې له شنډولو وروسته ټوټو یو کس وژل شوی دی.
د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې ویاند د حوثیانو دا برید د ایران د ملاتړ له امله بولي او زیاتوي دې برید ثابته کړه چې تهران لا هم له وسلوالو ډلو ملاتړ کوي.
د ملګرو ملتونو خبرداری

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي د بیان په خپرولو سره د حوثیانو دا ګام غندي.
انتونیو ګوتېرش له ښکېلو اړخونو د زغم غوښتنه کوي او وايي، په یمن کې د جګړې سختېدل کشاله نه اواروي.
ټاکلې ده د ملګرو ملتونو سرمنشي د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره- چې امریکا ته تللی- وویني.
په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر خپل ټوېټر کې لیکلي: ځینې مستان په څښلو او نور په دې خوشالېږي چې ویې څښي: په دا مهال یمنیان له لوېدیځ هېر دي چې یوه مجرم ځوان د خپل کار د پرمخ بېوولو لپاره دوی ناوړه کاروي.
د سعودي عربستان خبري اژانس وايي، حوثیانو په توغندیز برید کې د دغه هېواد سوېل کې نجران، جزان، خمیش مشیط په نښه کړي و.
دا بریدونه په یمن کې د حوثي وسلوالو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب ټلوالې د بریدونو پیلولو په دریمه کلیزه شوي دي.
خلک څه وايي؟

د عکس سرچینه، ALMASIRAH
په ریاض کې خلک وايي، اسمان کې یې لوګی ولید او د چاودنو غږونه یې واورېدل.
داسې فېلمونه هم خپاره شوي چې ښيي د سعودي یو هوا ضد توغندی له نښې سره تر ټکر مخکې شنډېږي او د ځمکې په مخ چاودېږي.
په یمن کې حوثي وسلوال وايي، د ریاض هوايي ډګر په ګډون یې څو ځانګړي ځایونه په نښه کړي وو.
امریکا او سعودي عربستان ایران په یمن کې د حوثیانو په توغندیز ملاتړ تورنوي.
تهران وايي، حوثیانو سره د "سلا مشورې او معنوي" مرسته لري.









