د یمن کړکېچ: څوک د چا لپاره جنګېږي؟

د عکس سرچینه، EPA
د عرب نړۍ یو ډېر خوار هېواد یمن د عبدربه منصور هادي په مشرۍ په نړېواله کچه د قانوني حکومت د ځواکونو او د حوثي یاغیانو او د هغوی د ملاتړو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل شوی دی.
د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهسیې له ۶۸۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي او تر ۳۵ زرو پورې نور ټپیان شوي دي.
دغه ډېره مرګ ژوبله د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب ټلوالې په بمبار کې اوښتې چې د قانوني حکومت ملاتړ کوي.
جګړې او کلابندۍ انساني ناورین هم رامنځ ته کړی، چې له امله یې ۸۰ سلنه یمنیان لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
جګړه ځنګه پیل شوه؟

د عکس سرچینه، AFP
د کړکېچ رېښه د ۲۰۱۱ کال نومبر ته ور ګرځي چې د عرب پسرلي په اوږدو کې د خلکو د پاڅون په پایله کې اوږدمهالي ځواکمن ولسمشر علي عبدالله صالح واک خپل مرستیال ښاغلي هادي ته پرېښود، خو له هغه وروسته سیاسي لېږد ونه شو، چې په پایله کې یې یمن ټیکاومن شوی وی.
ښاغلي هادي په جنوب کې د القاعده خپلواکۍ غوښتنونکي غورځنګ او پخواني ولسمشر صالح ته د ډېرو پوځي افسرانو د وفادارۍ په مقابل کې او د اداري فساد، بې کارۍ او خوړو نه خونديتوب په ګډون د ځینې ستونزو د له منځه وړلو هڅه وکړه.
حوثي غورځنګ چې د یمن د زیدي شیعه لږکیو مسلمانانو ملاتړ لري او په تېره لسیزه کې یې د پخواني ولسمشر صالح په ضد هم څو ځلې بلوا کړې وه، د نوي ولسمشر له کمزوریو ګټه واخیسته او په شمال کې پر خپل اصلي مرکز صعده ولایت او ګاونډیو سیمو واکمن شول.

د عکس سرچینه، AFP
د سنیانو په ګډون ډېرو یمنیانو د حوثیانو ملاتړ وکړ، د ۲۰۱۴ کال په سپټمر کې پلازمېنې صنعا ته ننوتل، کوڅو کې یې خېمې ولګولې او سړکونه یې وتړل.
د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې حوثیانو په صنعا منګولې ټینګې کړې، ولسمشرۍ ماڼۍ، نورې مهمې ودانۍ او د ولسمشر هادي استوګنځی یې کلابند کړ، ولمسشر هادي او د کابینې وزیران یې په کور نظربند کړل.
خو ولسمشر په وروستیو میاشتو کې په جنوب کې بندري ښار عدن ته وتښتېد.
حوثیانو او ښاغلي صالح ته ژمنو ځواکونو پر ټول هېواد د واکمنېدلو هڅه وکړه او ښاغلی هادي یې اړ کړ چې د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې بهر ته لاړ شي.
دي اندېښنو ته په ځواب کې چې له حوثي ډلې سره سیمه ییز شیعه ځواک ایران پوځي مرسته کوي، سعودی عربستان او اته اکثریت سني عرب هېوادونو عرب ټلواله جوړه کړه او د هادي حکومت د واکمنولو لپاره یې هوایي عملیات پیل کړل..
دې ټلوالې د متحده ایالتونو، بریتانیا او فرانسې هم لوجسټیک او استخباراتي همکاري ترلاسه کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP
له هغه راهیسې څه پېښ شول؟
له یو نیم کال ډېر وخت جګړه کې بیا هم کوم لوری پرېکند پوځي بري ته نږدې نه ښکاري.
حکومت پلوه ځواکونو- چې ولسمشر هادي ته له ژمنو ځواکونو او د سوېل ختیزو قبایلو او بېلتونبالو سنيانو جوړ دي - د یاغیانو په لاس د عدن د نیولو مخه یې ونیوله، خو له څلور میاشتې جګړې وروسته چې سلګونو کسان پکې ووژل شول.
پر سمندرغاړه له واکمنېدلو وروسته په هغه اګسټ کې د ټلوالې ځواکونه په عدن کې کوز شول، په ور پسې دوو میاشتو کې یې حوثیان او د هغوی ملګري د جنوب له ډېرو برخو وشړل. ښاغلی هادی او حکومت یې له جلاوطنۍ ستانه شول او په عدن کې یې لنډمهالی حکومت جوړ کړ.
خو په تېر کال کې له هوایي ملاتړ او پر حوثیانو د سمندری لارو له بندولو سره سره حکومت پلوه ځواکونه، له شمالي مهم مرکز، صنعا او د هغه شاوخوا ولایت څخه حوثیان شړلی نه شی.
حوثیانو لا هم جنوبي ښار تعز کلابند ساتلی او نږدې هره ورځ له پولې سعودي عربستان ته توغندي او هوانونه توغوي.
په عرب ټاپو وزمه کې د القاعده او د هغې د سیال اسلامي دولت جهادیانو هم له دې حالاتو ګټه اخیستې، په جنوب کې پر سیمو یرغل کوي او تر ډېره د حکومت تر ولکې لاندې عدن کې یې بریدونه ډېر کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
پر ولس یې څه اغېز کړی؟
ولس د جګړې د لرګیو په څېر سوځي او پرلپسې د هغه څه قربانیان دي چې ټولنچاري(ټولنیز فعالان) یې له نړیوالو قوانینو د ښکېلو خواوو سرغړونه بولي.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د تېر کال اکتوبر تر لومړیو ۴۱۲۵ ولسي وګړي وژل شوي او تر ۷۲۰۷ پورې ټپیان و. دا هم په داسې ټولنه کې چې نیمایي وګړي یې له ۱۸ کلنو کم عمره دي او د جګړې په لومړي کال دریمه برخه ولسي مرګې ژوبله ماشومانو ته رسېدلې ده.
د ولسي بېخ بناوو له منځه تلل او د خوړو او سونتوکو نه رسېدلو هم تر ۲۱ میلیونو وګړي د ژوند له لومړنیو خدمتونو او اړتیاوو بې برخې کړي دی.
د ملګرو ملتونو رپوټ وايي، ۳،۱ میلیون یمنیان له خپلو مېڼو بې ځايه شوي دي، ۱۴میلیونه نور د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي او له پنځو کلونو کم درې لکه اویا زره ماشومان له لوږې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د یمن په ۳۵۰۰ روغتیايي اسانتیاوو کې له ۱۹۰۰ ډېرې یا له کاره لوېدلې یا هم کار ترې اخیستل کېدلی نه شی چې له امله یې د دغه هېواد نیمايي خلک له مناسبو روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.
د ۲۰۱۶ کال اپرېل کې د کویت په کوربه توب او د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د یمن د ښکېلو لورو ترمنځ خبرو ته هیله وه، ځکه حوثیان او سعودیان په ښکاره د ملګرو ملتونو په فشار سره جرګه شول.
دا خبرې درې میاشتې وروسته بې نتیجې پای ته ورسېدې او ملګري ملتونه وایي، چې تر هغه وروسته جګړه نوره هم سخته شوې او په ډرامايي ډول د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
د ښاغلي هادی حکومت وايي، سیاسي بهیر یواځې د ملګرو ملتونو د ۲۲۱۶ شمېره پرېکړه لیک په بشپړ پلي کېدلو سره پیلېدلی شی، د دې پرېکړه لیک له مخې حوثیان او نور یاغیان باید له ټولو نیولو سیمو ووځي او وسلې په ځمکه وغورځوي، خو حوثیان دا پرېکړه لیک نه مني.

د عکس سرچینه، AFP
یمن ولې د نورې نړۍ لپاره مهم دی؟
څه چې په یمن کې روان دي تر ډېره د سیمې تاوتریخوالی زیاتولی شي، دې خبرې لوېدیځ هم اندېښمن کړی دی، ځکه یمن چې څومره ډېر بې ټیکاوه کېږي نورې نړۍ ته ترې د بریدونو ګواښ زیاتېږي.
لوېدیزې څارګرې ادارې باوري دي چې په عرب ټاپووزمه کې القاعده څانګه ډېر تخنیکی ماهران او نړیوال لاسرسی لري. دا ډول په یمن کې د اسلامي دولت پلویانو څرګندېدل هم بله سخته اندېښنه ده.
د ټاکلي حکومت او حوثیانو ترمنځ جګړه د سیمه ییزو سیالانو (سني سعودي عربستان او شیعه ا یران) ترمنځ د سیمه ییز ځواک هڅه هم بلل کېږي.
د خلیج عرب هېوادونه ایران د حوثیانو په مالي او پوځي ملاتړ تورنوي، خو تهران دا تورونه دي او دوی(عربان) په خپله د ولسمشر هادي ملاتړ کوي.
یمن ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه پر باب المندب پروت دی، هغه تنګی(د اوبو تنګه لار) چې سور سمندرګی له عدن خلیج سره تړي او په مټ یې د نړۍ د تېلو ډېره برخه تېریږي.

د عکس سرچینه، AFP








