امریکا یمن کې خپل سفارت تړلی

د عکس سرچینه، EPA
امریکايي چارواکو ویلي، د یمن پلازمېنه صنعاء کې یې خپل سفارت تړلی او له ترکیې او الجزایر یې په دې هېواد کې د خپلو ګټو خوندي کولو غوښتنه کړې ده.
د سفارت مامورینو ویلي، دوی ته ویل شوي چې امریکایی سفیر به د چارشنبې په ورځ ژر له یمن نه ووځي.
یوې سرچینې بي بي سي ته ویليو ناپېژاندو وسله والو په صنعاء کې د امریکا تر سفارت کړۍ راتاو کړې ده.
سرچینه وايي، وسله والو د سفارت ودانۍ له څو خواوو کلابنده کړې، او هېڅوک هم سفارت د ننوتلو او یا هم وتلو ته نه پرېږدي.
وسله وال وايي، سفارت یې ځکه کلابند کړی، چې امریکايي سفیر د دوشنبې په ماښام د بهرنیو چارو وزارت دیپلوماتیکه ناسته کې له ګډون کولو انکار کړی و.
د یمن یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، وسله وال له کلابندۍ څو ساعته وروسته شاته تللي او په سیمه کې هېڅ اړدوړ نه دی پېښ شوی.
په صنعاء کې د بي بي سي خبریال عبدالله غراب واييو د سفارت ځینې امریکايي کارکوونکي له پلازمېنې صنعاء نه وتلي دي.
د یمن د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ځینې لوېدیځ سفیران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو د مسؤول حمید العواضي په بلنه هغې غونډې ته نه دي ورغلي، چې د تېرې دوشنبې په ماښام یې جوړه کړې وه او غوښتل یې چې له سفیرانو د حوثیانو له خوا د اساسي قانون په تړاو کومې څرګندونې ونه کړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، EPA
سرچینه زیاتوي، د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو هېوادونو سفیرانو هم له صنعاء نه د بهرنیو سفیرانو د وتلو تر خبر خپرېدا وروسته له یادې غونډې سره پرېکون اعلان کړی.
د یمن رسمي خبري اژانس (سبأ) ویلي، حمید العواضي غوښتل سفیرانو ته ووايي چې صنعاء کې وضعیت آرامه دی، خو په ځینو سیمو کې القاعدې شبکې مزاحمت جوړ کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP








