حوثي یاغیانو یمنی چارواکی خوشی کړی

ویل کېږي احمد بن مبارک د اوربند پرېکړې د یوې موافقې له مخې خوشی شوی

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ویل کېږي احمد بن مبارک د اوربند پرېکړې د یوې موافقې له مخې خوشی شوی

د حوثیانو د پاڅون یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، دوی له دندې د لاس په سر شوي ولسمشر د دفتر مشر احمد بن مبارک خوشی کړی. مبارک له څه باندې لسو ورځو راهیسې حوثیانو تښتولی و.

د حوثیانو یوې سرچینې بي ب‍ي سي ته ویلي، بن مبارک یې قبایلي مشرانو ته سپارلی دی.

ویل کېږي بن مبارک تېره اونۍ پلازمېنه صنعاء کې د حکومت او شیعه حوثي یاغیانو ترمنځ د اوربند هوکړې پربنسټ خوشی شوی دی.

تېره اونۍ حوثیانو پلازمېنه کې اړدوړ جوړ کړ،‌ چې ان د ولسمشرۍ تر ماڼۍ پورې ورسېدل او هغه یې کلابنده کړه، همدا وو چې ولسمشر استعفا وړاندې کولو ته اړ شو.

ولسمشر وویل، هغه شرطونه چې حوثیانو ورته وړاندې کړي، دی یې د عملي کولو توان نه لري، همدا ده چې استعفا کول غوره لار ګڼي.

پر همدې مهال، په اب ښار کې زرګونو کسانو له سیاسي ډګر نه د حوثیانو د شړلو په ملاتړ مظاهرې وکړې او له پلازمېنې صنعاء نه یې د شړلو غوښتنې درلودې.

د ولسي خلکو له هڅو د جوړ شوي لاریون سمبالوونکو ویل،‌ تر هغو به لاریونونو ته دوام ورکړي، چې حوثیان له ټولو هغو سیمو وتلي نه وي، چې دوی نیولې دي.

په یمن کې د حوثي حرکت مشر عبدالملک الحوثي په سوله ییزه توګه د واک سپارلو غوښتنه کړې ده
د عکس تشریح، په یمن کې د حوثي حرکت مشر عبدالملک الحوثي په سوله ییزه توګه د واک سپارلو غوښتنه کړې ده

دوی د ولسمشرۍ له خوا د یوې شورا جوړېدو غوښتنه هم کړې.

رپوټونه وايي، سلګونو حوثیانو او د پولیسو اړوندو موټرو ګڼ لویې لارې بندې کړې دي، چې د لاریون کوونکو مخه ونیسي.

په یمن کې لږکي شیعه ګان هڅه کوي، چې تر ډېره سني واکمن له واکه لیرې کړي، خو د دوی مخالفان وايي، چې حوثي شیعه یاغیانو دا ټول اړدوړ د ایران په ملاتړ رامنځ ته کوي.

د ولسي خلکو له هڅو د جوړ شوي لاریون سمبالوونکو ویل،‌ تر هغو به لاریونونو ته دوام ورکړي، چې حوثیان له ټولو هغو سیمو وتلي نه وي، چې دوی نیولې دي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د ولسي خلکو له هڅو د جوړ شوي لاریون سمبالوونکو ویل،‌ تر هغو به لاریونونو ته دوام ورکړي، چې حوثیان له ټولو هغو سیمو وتلي نه وي، چې دوی نیولې دي.