د يمن ولسمشر او لومړي وزير استعفا ورکړه

د عکس سرچینه، AFP
په پلازمېنه صنعاء کې د حوثي ملېشو د فشارونو په پايله کې د يمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي او د دغه هېواد لومړي وزير خالد بحاح استعفا ورکړې ده.
د يمن د دغو سر سر چارواکود استعفا ليکونو متن د هېواد پارلمان ته ليکل شوی، خو د راپورونو له مخې د يمن پارلمان د استعفا ليکونو له منلو ډډه کړې ده.
ولسمشر او لومړی وزير له هغه يوه ورځ وروسته استعفا ورکوي چې له حوثي ياغيانو سره موافقه لاسليک شوه.
حوثي مشرانو د ولسمشر د استعفا ملاتړ کړی او د دوی يوه مشر ابو مالک يوسف الفيشي د ولسمشرۍ لپاره د يوې شورا د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د دغه حوثي چارواکي په وينا په دغه شورا کې چې مشري به يې حوثيان کوي پوځ او يو شمېر سياسي ډلې شاملې وي.
حوثي ملېشو د استعفا خبر له خپرېدو وړاندې ويلي و د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ولسمشر د کور له شاوخوا به په شا نه شي.
امريکا چې د القاعدې شبکې پر وړاندې جګړه کې د يمن متحد بلل کېږي ويلي، د دغه هېواد سياسي حالات له نژدې څاري.
سياسي موافقه
ولسمشر هادي د خپلې استعفا په متن کې سياسي وضعيت ته په کتو ليکلي چې د هېواد سياسي ګوندونه په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلي او نه شي کولای خپل کار ته دوام ورکړي.
د دې اوونۍ په لومړيو کې حوثيانو د لومړي وزير پر لېږدوونکي موټر چې ارګ ته روان و، ډزې وکړې او وروسته يې دغه سيمه کلابنده کړه.
حوثيانو دغه راز تر دې وړاندې د يمن د ولسمشر د دفتر مشر تښتولی و.
د حوثي قبيلې مشران وايي د يمن د اساسي قانون د هغې تازه مسودې سره مخالف دي، چې له مخې به يې هېواد په شپږو فدرالي سيمو وېشل کېږي.
د چارشنبې پر ورځ حوثيانو له دولت سره د يوې موافقې له مخې ومنله چې په دولت کې د دوی د وفاداره ځواکونو د شتون له زياتېدو سره هممهاله به د ولسمشرۍ ماڼۍ کلابندي پای ته رسوي او د ښاغلي هادي د دفتر مشر به خوشی کړي، خو د پنجشنبې ورځې تر پايه يې يوه هم عملي نه کړه.
د خبريالانو په وينا د يمن د ولسمشر استعفا کولای شي دغه هېواد د بې ثباتۍ لوري ته بوځي.








