یمن کې يو جګپوړی چارواکی تښتول شوی

د عکس سرچینه، .
د یمن امنیتي چارواکو ویلي، د ولسمشر ددفتر مشر پلازمېنه صنعاء کې د وسله والو له خوا تښتول شوی دی.
احمد عواد بن مبارک او د هغه دوه ساتونکي د شنبې ورځې په ګهیځ د صنعاء په زړه کې وتښتول شول.
یوه یمني چارواکي ویلي ددغې تښتونې تر شا د شیعه حوثیانو لاس دی، چې دغه ډله د پلازمېنې پر ډېرو برخو واکمنه ده.
تېر کال دوی د لومړي وزیر ټاکل کېدل رد کړي وو.
یوې سرچینې ویلي د نوي اساسي قانون مخالفو وسله والو احمد مبارک تښتولی، چې په وینا یې دا د هېواد د نوي قانون پروړاندې د جګړې اعلان دی.
یمن له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح له واکه لیرې شو، د لاریونونو تر پیلېدا وروسته له ناامنیو سره مخامخ دی.
په یمن کې د شیعه حوثیانو او سُني وسله والو ترمنځ نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د ولسمشر د دفتر د مشر په تښتونه کې د حوثیانو لاس دی.
مبارک د سیاسي لېږد د چارو د ملي خبرو عمومي مشر هم و.
د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي تېر کال احمد مبارک د لومړي وزیر پوست ته کاندید کړی، خو حوثیانو یې پرضد پښې ټینګې کړې.
مبارک داسې مهال تښتول شوی، چې ولسمشر له جګپوړو چارواکو سره ناسته لرله، چې یو هم پکې د نوي اساسي قانون په اړه بحث و.
مبارک ته نژدې کسانو ویلي، له تېرو څو اونیو راهیسې هغه د حوثیانو او د مخکني ولسمشر صالح پلوو او اړوندو رسنیو له لفظي بریدونو سر ټکاوه.
په نوي اساسي قانون کې د دولت اداري واحدونه پر شپږو ولایتونو وېشل شوي، چې حوثیان مخالفت ورسره لري.








