یمن کې د پولیسو پر اکاډیمۍ برید لسګونه کسان وژلي

په برید کې زیاتره هغه کسان وژل شوي او ټپیان دي، چې پولیسو کې د شاملېدو لپاره په کتارونو کې ولاړ وو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په برید کې زیاتره هغه کسان وژل شوي او ټپیان دي، چې پولیسو کې د شاملېدو لپاره په کتارونو کې ولاړ وو

د یمن صنعاء کې د پولیسو اکاډیمۍ مخې ته موټربم چاودنې لږترلږه دیرش کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

برید د چارشنبې په ورځ ګهیځ مهال شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، برید د هغه موټربم په مټ شوی، چې د پولیسو اکاډيمۍ دروازې ته نژدې درول شوی و.

امنیتي او طبي سرچینو بي بي سي ته ویلي، په برید کې زیاتره وژل شوي او ټپیان هغه کسان وو، چې د پولیسو اکاډیمۍ کې د شمولیت لپاره په کتارونو کې ولاړ وو.

امنیتي چارواکي او کارپوهان وايي، برید ګهیځ مهال شاوخوا پنځه بجې مخکې له دې چې مامورین رسمي کارونو ته روان شي، شوی دی، همدا لامل دی، چې تر اټکل لږ تلفات یې لرل.

یمن کې د حوثي وسله والو او د القاعدې شبکې د وسله والو تر بریدونو ډېرېدو وروسته د خونړیو پېښو شاهد دی.

په وسلو سمبالو حوثیانو وړاندې په ډېرو سُني مېشتو قبایلي سیمو کې آن د قرآن کریم د حفظ د حلقو په ګډون ګڼ ځایونه والوځول.

برید د موټربم په مټ شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، برید د موټربم په مټ شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، برید د هغه موټربم په مټ شوی، چې د پولیسو اکاډيمۍ دروازې ته نژدې درول شوی و.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، برید د هغه موټربم په مټ شوی، چې د پولیسو اکاډيمۍ دروازې ته نژدې درول شوی و.

تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې، خو یمن له ۲۰۱۱ کال د اعتراضي خوځښت له پیلېدا راهیسې او د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح له لیرې کېدا وروسته سخت ناامنه شوی دی.

د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې، په یمن کې ناامنۍ او خونړۍ پېښې تر بل هر وخت ډېرې شوې.

په سپتمبر کې حوثي وسله وال پلازمېنې صنعاء ته ننوتل او د ښار ځینې برخې یې ونیوې او په ځینو کې یې ماینونه ځای پرځای کړل.

په دې اثناء کې د حوثیانو، سُني قبایلي وسله والو او د عربستان د عربي ټاپو وزمې اړوندو د القاعدې شبکې د جنګیالیو ترمنځ سختې خونړۍ پېښې وشوې.

د "انصار الله" او "شباب المؤمن" په نومونو د حوثیانو خوځښتونو څه باندې شل کاله مخکې، لاسونه سره یو کړل او د زیدي مذهب یوه تندلاره ډله ترې جوړه شوه، او د زیديه فرقې د پلویانو پروړاندې یې د ناسم ادعا شوي چلند پروړاندې مبارزه پیل کړه.

په برید کې لږترلږه دیرش کسان وژل شوي او تر پنځو ډېر نور ټپیان دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په برید کې لږترلږه دیرش کسان وژل شوي او تر پنځو ډېر نور ټپیان دي.
یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، برید د هغه موټربم په مټ شوی، چې د پولیسو اکاډيمۍ دروازې ته نژدې درول شوی و.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، برید د هغه موټربم په مټ شوی، چې د پولیسو اکاډيمۍ دروازې ته نژدې درول شوی و.

زیدیه د شیعه ګانو یوه مذهبي ډله ده، چې په یمن کې هم د یمني شیعه ګانو پلویان لري.

د یمن چارواکي د ایران چارواکي د حوثي اورپکو په مالي او پوځي ملاتړ تورنوي، خو په ایران کې بیا رسنۍ سعودي عربستان او امریکا د یمن د سُني سخت دریځو ډلو په ملاتړ تورنوي.

پر القاعدې او حوثیانو سربېره، یمن په سوېل کې د بېلتونپالو له خوځښت سره هم مخامخ دی.

دغه ډله تر ۱۹۹۰ کال پورې د یمن د خلق دیموکراتیک ګوند یا عدن په نامه یادېده، چې ځان ته یې یو خپلواک هېواد اعلان کړی و، خو په همدې کال د یمن دوې برخې سره یوځای شوې.

پر القاعدې او حوثیانو سربېره، یمن په سوېل کې د بېلتونپالو له خوځښت سره هم مخامخ دی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، پر القاعدې او حوثیانو سربېره، یمن په سوېل کې د بېلتونپالو له خوځښت سره هم مخامخ دی.