یمن: د ښځو جامو کې د القاعدې غړي وژل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د یمن امنیتي سرچینې وايي، باور کوي، چې د سعودي عربستان پولې ته څېرمه د القاعدې شبکې درې غړي یې د ښځو په جامو او نقابونو کې په ډزو وژلي دي.
یمن وايي، ددغو شکمنو کسانو پر موټر یې برید کړی دی.
امنیتي سرچینو ادعا کړې ده، چې د القاعدې شبکې دغه وسله وال د ښځو په جامو کې وو.
رپوټونه واييو چې وسله والو لومړی د موټر پر تلاشي کوونکي یمني پوځي ډزې وکړې خو هغه سربېرن ټپي شو.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه سمني چارواکي له قوله ویلي، پوځيانو دغه موټر د یمن په شمال کې د سعودي عربستان پولې ته څېرمه درولی دی.
واشنګټن په عربي تاپووزمه کې د القاعدې شبکې څانګه په ګرده نړۍ کې ددغې شبکې تر ټولو خطرناکه ډله بولي.
د امریکا متحدو ایالتونو له تېرو څو کلونو راهیسې په یمن کې له حکومت سره اوږه په اوږه ددغه هېواد په سوېلي او ختیځ کې د القاعدې شبکې د اورپکو پرضد د بې پیلوټه څارګرو الوتکو بریدونه کوي.
ددوی هڅه دا ده چې دغه جنګیالي د یمن نورو سیمو ته خپل فعالیتونه ونه غځوي.

د عکس سرچینه، Reuters
یمن له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح له واکه لیرې شو، د ناامنیو څپو ځپلی او ناامنۍ پکې ډېرې شوې دي.
حوثي شیعه ګان هلته هڅه کوي چې د یمن پراخې سیمې ونیسي، چې ډېر کله په خپل تاوتریخجن عمل کې له القاعدې شبکې او نورو سُني قبایلو سره هم کېوتي دي.
حوثیانو څه موده مخکې پلازمېنه صنعاء او ځینې نور شیعه مېشتې سیمې ونیولې، خو د دغه هېواد پر زیاترو سوېلي او ختیځو سیمو د القاعدې شبکه واکمنه ده.








