یمن کې د ایراني سفیر کور ته څېرمه چاودنه شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د یمن پلازمېنه صنعاء کې د ایران د سفیر استوګنځي ته څېرمه موټربم چاودنې لږترلږه پنځه کسان وژلي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، د ایراني نوي سفیر استوګنځای د صنعاء په "سیاسي کلي" کې پروت دی.
سرچینه وايي، نوی ایرانی سفیر سید حسین نام پخپل کور کې و، چې هېڅ زیان نه دی وراوښتی، خو زیاتره وژل شوي او ټپیان د هغه د کور ساتونکي دي.
د فرانسې خبري اژانس د امنیتي سرچینې له قوله ویلي، په وژل شویو ساتونکو کې یو د ایران د سفارت ساتونکی دی.
په چاودنه کې د سفیر کور ته هم ډېر زیان اوښتی دی.
د ژغورنې ډلې د مړو ټوټې راټولې کړې دي، خو ویل کېږي، چې لاهم ځینې کسان تر کنډوالې لاندې دي.
د صنعاء په سوېل کې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده.
د ایراني سفیر کور د صنعاء په هغه سیمه کې دی، چې ترڅنګ یې د یمن د سیاسي استخباراتو ودانۍ هم ده.
د اړیکو ترینګلتیا
د یمن د بهرنیو چارو وزرات د تېرې دوشنبې په ورځ د نوي ایراني سفیر د باور پاڼې ترلاسه کړې دي، چې له تېر یوه کال راهیسې مخکنی سفیر محمود زاده له دغه هېواده د صنعاء او تهران ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له کبله وتلی و.
د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي ایران ته د تور ګوته نیولې وه، چې ګني د یمن په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، دغه هېواد ته وسلې او پیسې ورلېږي، او د یمن په سوېلي کې د حوثي شیعه ګانو ملاتړ کوي او دوی خوځښت ته لمسوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په ۲۰۱۳ کال د یمن چارواکو ویلي وو، چې د جهان ۱ په نامه په وسلو او چاودېدونکو توکو یوه بار ایرانۍ بېړۍ یې نیولې ده، چې اته ایراني ماڼوګان یې د حوثي ملګرو ترڅنګ لېږدول.
چارواکو دا هم ویلي ووو چې دغه وسلې له ایران نه د یمن جنوب کې حوثیانو ته راستول شوې وې، چې بیا وروسته یمن د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکاوه.
خو ولسمشر هادي څو ورځې مخکې پخپله یوه وینا کې یمن ته د ایراني سفیر د ستنېدو اړتیا ښودلې ده.
د یمن دیپلوماتیکو سرچینو بي بي سي ته ویلي، د حوثي اورپکو خوځښت پر ولسمشر فشار راوړی چې له ایران سره دیپلوماتیک او اقتصادي اړیکي یوځل بیا ورغوي، او د ایراني بندیانو په ګډون د لبنان د حزب الله ګوند درې لبناني شیعه بندیان له زندانونو وباسي.








