یمن کې دوو بریدونو ۵۰ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د یمن امنیتي او پوځي سرچینې وايي، صنعاء کې برید او د هېواد په سوېل کې د پوځ پر یوه مرکز برید د ۳۰ پوځيانو په ګډون لږترلږه ۵۰ کسان وژلي دي.
یوې پوځي سرچینې "بي بي سي" ته ویلي، وسله والو، چې غالباً د القاعدې شبکې دي، جنوبي حضرموت ولایت په الغبر سیمې پر یوه پوځي مرکز برید کړی چې لږترلږه ۳۰ پوځيان یې وژلي دي.
وسله والو درې ټانکونه او پنځه پوځي موټر د هاوان په برید، لاسي بمونو او ددهشکې په ډزو ویجاړ کړي دي.
تر اوسه ددفاع وزارت د برید په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.
بل خوا، د یمن امنیتي سرچینو ویلي، د صنعاء په زړه کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۲۰ کسان وژلي.
برید د حوثي خوځښت په منځ کې شوی.
عیني شاهدانو ویلي، یوه ځانمرګي برید کوونکوي د صنعاء تحریر میدان منځ کې د خلګو ګڼې ګوڼې ته ځان رسولی او چوولی، خو ځینو رپوټونو ویلي، چې برید د موټر په مټ شوی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دا برید د حوثي مشر عبدالملک الحوثي له هغو څرګندونو څو ساعته وروسته شوی، چې په وینا یې حوثیان د القاعدې له لوري په نښه کېږي.
د برید پړه نېغ په نېغه د القاعدې پر شبکې اچول شوې، خو تر اوسه یې چا پړه نه ده منلې.
ځینو جهادي ډلو خبرداری ورکړی و، چې د حوثي شیعه ګانو د خوځښت پروړاندې به د سنیانو دفاع کوي.
د تېرې سې شنبې په ورځ د حوثیانو ولسمشر عبد ربه منصور هادي د نوي حکومت د جوړښت لپاره ګومارل شوی لومړی وزیر رد کړ.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
ښاغلي هادي ویلي و، د احمد عوض بن مبارک پر ګومارلو ټولو ډلو هوکړه کړې وه.
د یمن مخکنی ولسمشر علي عبدالله صالح د ۲۰۱۱ د پاڅون په ورځو کې له واکه لیرې شو، او مخکنی سوداګر د سیاست څوکۍ ته ورسېد.








